پنتاګون د ناپېژاندو الوتونکو توکو پر څېړنه میلیونونه ډالر لګولي

رپوټونه وايي، د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) په یوه پټ پروګرام کې د ناڅرګندو الوتونکو توکو د څېړنې په پار میلیونونه ډالر لګولي دي.

امریکايي رسنۍ وايي، له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۲ کلونو کې دفاع وزارت له شل میلیون ډالرو زیاتې پيسې لګولې چې په اسمان کې نا پېژندل شوي قاب ډوله توکي تعقیب کړي.

امریکایي رسنیو د شنبې په ورځ وویل، دا عملیات په ۲۰۰۷ کال په محرم ډول پيل شول چې د امریکا ډېری چارواکي ترې خبر نه وو.

پخوانی ډیموکرات سناتور هېري ریډ چې په دې وروستیو کې یې هم د امریکا په کانګرس کې د ډیموکرات ګوند مشري کوله د دې عملیاتو پلان جوړوونکی وو.

هغه رسنیو ته ویلي: "له دې چې د دې ډول عملیاتو لامل شوم ځان پړ نه بولم. موږ هغه کار وکړ چې له دې مخکې هېچا نه و کړی".

نیویارک ټایمز ورځپانه لیکي، د دې محرمانه عملیاتو د موندل شویو ریپوټونو له مخې په اسمان کې عجیب او غریب توکي په چټکه حرکت کوي.

کارپوهان په دې برخه کې شک لري او وایي یوازې د دا ډول توکو لیدل نه شي کولی په فضا کې د ژوندیو موجوداتو شتون ثابت کړي.

دا عملیات په ۲۰۱۲ کال کې ودرېدل، چې د درېدو تر وخته یې د امریکا دفاع وزارت ته ۲۰ میلیون ډالره زیان رسولی و او د درېدو لامل یې هم د بودیجې له ضایع کېدو څخه مخنیوی و، خو د امریکا دفاع وزارت لا هم په دې برخه کې څېړنې کوي.

په ورته وخت کې د امریکا متحدو ایالتونو د ګانګرس پخواني چارواکي ویلي، دا عملیات ښايي د امریکا د مخالفینو له لوري په دې موخه ترسره شوي وي چې د متحده ایالتونو د ټکنالوژۍ په اړه پوه شي.

دغې محرمې ټکنالوژۍ ته ښايي چین او روسیې لار موندلي وي، خو د امریکا د څارګرو له سترګو پټ پاتې وي.

د دې عملیاتو اړوند اسناد څو میاشتې وړاندې د سي ای اې سازمان له لست نه ووېستل شول او د خلکو په واک کې کېښودل شول.