هند: زندان ته د درې ګوني طلاق ورکوونکو پر لېږلو غور

هند کې پر هغه قانوني مسوده غور کېږي، چې که قانون شي له مخې به یې درې ګوني طلاق ورکونکي تر درېیو کلونو پورې زنداني کېدای شي.

په هندي مسلمانانو کې د لیکلي پیغام، برېښنالیک له لارې یا په شفاهي ډول درې ځله ښځې ته طلاق ویلو یا لیکلو سره د طلاق کولو ورکولو دود شته.

هند سترې محکمې دغه چاره اګست میاشت کې غیر قانوني وبلله، خو چارواکي وايي اوس هم دغسې پېښې کېږي.

په وړاندېز شوي قانون کې جریمه او له اغېزمنې ښځې سره مرسته هم شامل دي.

یاده مسوده ځايي حکومت ته د سلا مشورې لپاره لېږل شوې. د پریس ټرسټ اف انډیا رپوټ کاږي، دا به په څرګند ډول پر درې ګوني طلاق بندیز ولګوي او د مالي مرستې او ماشومانو پالنې قانوني پړاونو مسایل به رانغاړي.

د یوه لوړ پوړي چارواکي له قوله ویل شوي:

''که یو میړه خپله ښځه له کوره شړي دغه قانون سره به ښځه قانوني خوندیتوب ولري. ''

د مسودې له مخې به د درې ګونې طلاق ورکونکي د ضمانت وړ نه وي او دغه راز به پر لیکلې بڼه یا د برېښنالیک له لارې پر دغه ډول طلاق ورکولو بندیز ولګول شي.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي پر دغې مسودې به راتلونکو پارلماني غونډو کې بحث کېږي چې د دسمبر له نیمايي وروسته پیلېږي. هند د نړۍ له ګوتو په شمېر هېوادونو یو دی، چې مسلمانانو کې یې د درې ګوني طلاق ورکول دود دي.