ایران کې د زلزلې قربانيانو شمېر له ٤٠٠ لوړ شو

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، زلزلې مالي تاوان هم اړولی دی.

د ایران په لوېدیځ او د عراق په شمال ختیځو سیمو کې زلزله شوې.

په زلزله کې د وژل شویو شمېر له ٤٠٠ لوړ شو او په زرګونو ټپیان دي.

ځینې رپوټونه وايي، په عراق او ایران کې زلزلې تر شپږ زره او ٧٠٠ کسان ټپیان کړي دي.

ر

د عکس سرچینه، Reuters/Tasnim News Agency

ډېر زیان د ایران کرمانشاه ولایت ته اوښتی، په دغه سیمه کې ودانۍ نړېدلې، برېښنا پرې شوې او ټلیفوني کرښې هم ویجاړې شوې دي.

د کرماشناه په دالاهور سیمه کې چارواکي وايي، خینې کلي یو مخ وران شوي دي.

په ایران کې د ټپیانو شمېر څه د پاسه ٤٩٠٠ ښودل شوی چې شاو خوا ۴۰۰۰ يې يوازې په کرمانشاه ولایت کې دي.

چارواکي اټکلوي چې ممکن د مړیو شمېر نور هم زیات شي.

ایران کې بېړنۍ ناسته

ر

د عکس سرچینه، BBC Sport

د عکس تشریح، په کرمانشاه کې خلکو شپه په سړک کې تېره کړه.

په ورته مهال د ایران ولسمشر له اړوند وزیرانو او مرستندویه ادارو سره په ځانګړې غونډه کې زلزله ځپلو ته د مرستې پر پیلولو خبرې کړې دي.

د ایران مذهبي مشر هم ویلي چې اغېزمنو سیمو ته دې ژر تر ژره رسیدګي وشي.

د ایران د تر ټولو پیاوړي ځواک(سپاه پاسداران) قومندان هم له زلزله ځپلو سره د مرستې ځانګړی امر کړی دی.

د دې ځواکونو مشر تورنجنرال محمد علي جعفري سیمې ته رسېدلی او ټاکلې ده چې ولسمشر حسن روحاني هم د سې شنبې په ورځ سر ور ښکاره کړي.

د زلزلې کچه ۷،۲ ریختر درجې ښودل شوې چې کویت، ترکیه او اسراییل یې هم لړزولي دي.

زلزله د ایران په ځايي وخت د شپې ۹:۲۱ شوې، ځکه یې مرګ ژوبله هم ډېره ده.

درې ورځې ویر

v

د عکس سرچینه، ILNa

د کرمانشاه په سرپل ذهاب او قصر شیرین سیمو کې ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه سیمه کې د ښاري روغتون کارمنان او ناروغان له کنډوالو لاندې شوي دي.

په کرمانشاه ولایت کې درې ورځي ملي ویر اعلان شوی دی.

په دغه ولایت کې تر ۷۰ زرو کسان بېړنۍ سرپنا ته اړتیا لري.

دا په روان کال کې یوه تر ټولو لویه زلزله بلل کېږي.

د زلزلې مرکز

ر

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، خلک له وېرې سړکونو ته وتلي.

د زلزلې مرکز د ایران له پولې سره د کورواک کوردستان د حلبچه ښار سوېل ته ښودل شول دی.

ویل کېږي زلزله د ځمکې له مخ په ۳۳،۹ کیلومتره ژوروالي سره شوې ده.

د ایران د سرې میاشتې مشر مرتضا سلیم وايي، ځینې کلیو کې برېښنا پرې شوې او اړیکتیايي سیستم یې هم ویجاړ شوی دی.

ویل کېږي په سرحدي ولایتونو کې خلک د زلزلې له امله سخت وېرېدلې او سړکونو ته وتلي دي.

ځینې خلکو په کرمانشاه کې کرۍ شپه په سړک کې تېره کړه.

عراق کې مرګ ژوبله

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د عراق په سلیمانیه کې هم زلزلې خلکو ته تاوان اړولی دی.

دغه زلزله چې له عراق سره پر پوله شوې کورواک کوردستان کې یې هم وېره ګډه کړې وه او خلک سړکونو ته وتلي وو.

کوردستان ۲۴ تلوېزون وايي، خلک په سلیمانیه، حلبچه، اربیل او کرکوک کې له کورونو ووتل.

په بغداد کې هم د دې زلزلې له امله خلک له کورونو وتلي وو.

کورواک کوردستان کې چارواکي وايي، د دې زلزلې له امله په دغه سیمه کې اووه کسان وژل شوي او ۳۲۱ کسان ټپیان دي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ترکیې د مرستو لومړۍ جوپه چې د عراق کوردستان ته لېږدول کېږي.