تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شمالي کوریا امریکا د جګړې په اعلانولو تورنه کړه
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې تورن کړ چې د ده پر هېواد یې د جګړې اعلان کړی دی.
په نیویارک ښار کې ښاغلي ري یانګهو خبریالانو ته وویل چې شمالي کوریا دا حق لري چې د امریکا بم غورځوونکې الوتکې ووهي، ان که د شمالي کوریا په هوايي حریم کې نه وي.
د شمالي کوریا وزیر وویل"نړۍ باید ښه په یاد ولري"چې دا د امریکا متحده ایالتونه ول چې لومړی یې د جګړې اعلان وکړ.
له ډېرې مودې راهیسي دواړه هېوادونه پر لفظي شخړې کښېوتي دي. له دې ټولو سره سره کارپوهانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د مخامخ ټکر شونتیا لږه بلله.
وروسته له دې چې ښاغلي ري پر شنبه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا وکړه، د امریکا ولسمشر ټویټ وکړ چې که د شمالي کوریا مشر کېم جانګ اون همداسې ادامه ورکړي "ډېره موده به پاتې نه شي."
ښاغلي ري دا خبرې د ملګروملتونو له عمومي غونډې وروسته له نیویارکه د تلو پر مهال وکړې.
ده زیاته کړه:"دا چې ټرمپ د جګړې اعلان وکړ، ټول غوراوي به د شمالي کوریا د سترلارښود پر عملیاتي میز ايښي وي. "
په وروستیو اونیو کې شمالي کوریا د خپلو اټومي او بالسټیکو توغندیو ازموینوته دوام ورکړ.
روانه میاشت وروسته له دې چې شمالي کوریا تر ټولو قوي اټومي ازمویښت ترسره کړ، د ملګروملتونو د امنیت شورا پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول.