تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چیچنیا حکومت طلاق شوې ښځې بېرته له مېړونو سره یو ځای کوي
د چیچنیا واکمن مشر رمضان قدیروف د شرعي مبلغینو په مرسته د طلاق شویو جوړو بیا یو ځای کولو کمپاین پیل کړی دی.
د ښاغلي قدیروف له لوري یوه ګومارل شوي کمېسیون ادعا کړې، چې تېرو شپږو اونیو کې یې ۹۴۸ داسې جوړې بیا یو ځای کړې، چې په طلاق له یوه بله بيل شوي وو.
نوموړی د روسي قفقاز دغه جمهوریت کې د محافظه کار اسلام پلویتوب کوي.
یو شمېر طلاق شویو مېرمنو شکایت کړی چې له مېړونو سره د بیا یو ځای کېدو لپاره پرې بې ځایه فشار راوړل شوی دی.
یوې ښځې دغه کمپاین له 'تاوتریخوالي ډک ' بللی دی. یوه چارواکي بیا ویلي که ماشومانو ته ګټه کوي، یو سړی کولای شي دوې مېرمنې ولري.
'د کورني ژوند او کورنیو اړیکو ' ادارې مشر رسول اوسپانوف ویلي، 'ځینې اولادونه له خپلو هغو پلرونو سره پاتې وو، چې دویم واده یې کړی و، زموږ د کمېسیون له فعالیت وروسته اوس له دوو مېرمنو سره ژوند کوي، ځکه په اسلام کې د څلورو مېرمنو اجازه شته. '
نوموړی وايي 'داسې حالت کې د هغې ښځې لپاره چې اولادونه یې زېږولي وي، له لرې خپل اولاد ته له کتلو او ځورېدلو دا ښه ده، چې له هغوی سره په یوه کور کې ژوند وکړي. '
بل لور ته د بي بي سي روسي څانګې په رپوټ کې د باریات نومې یوې ښځې له قوله ویل شوي دي، چې د طلاق شویو مېرمنو او مېړونو یو ځای کول 'د خلکو پر ضد زور زیاتی دی '. نوموړې وايي:
' په چیچنیا کې ځینې کسان د یوه بل له پېژندلو پرته ودونه کوي او بیا یې ژوند تریخ وي، چې پایله یې طلاق شي او په داسې حالت کې ولې دوی باید بېرته یو ځای کېدو ته اړ کړل شي؟ '
د زاریما په نامه د پلازمېنې ګروزني یوه بله اوسېدونکې وايي فشار مخامخ د رمضان قادریوف له لوري راځي:
''که انکار کوئ، نه یوازې دا چې د مذهب او دود مخالف بلل کېږئ، بلکې د هغه د هیلې مخالف هم بلل کېږئ، داسې صورت کې مجبور یاست ویې منئ. ''
جولای کې د دغه نوښت د اعلان پر مهال ښاغلي قدیروف ویلي و، د ماتو شویو کورنیو ماشومان د سخت دریځو منګولو ته تلای شي.
د بشري حقونو فعالانو د ښاغلي قادریوف پر ځواکونو تور پورې کړی، چې د خپلو مخالفانو د تښتونې او ځورونې په ګډون یې له بشري حقونو سرغړونې کړې.
د روسي او چېچن ځواکونو له لوري د بېلتون پالو له ځپلو وروسته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته وفادار ښاغلي قدیروف چیچنیا کې مخالفت له منځه یووړ.