امریکا کې د سپین پوستپالو پر غونډې موټر خېژول شوی

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویرجینیا کې د سپن پوستپالو ښي لاسو سخت دریځو له خوا هغه پېښه غندلې چې یوه ښځه پکې ووژل شوه. نوموړي "دا له کرکې، توکمپالنې او له څو اړخونو تاوتریخجنه پېښه په سختو تورو غندلې ده".
د امریکا ختیځ ویرجینیا ایالت والي ویلي، د سپین پوستپالو ښي لاسو سخت دریځو - چې د اړدوړ لامل شوي - لپاره یې پیغام دا دی چې کورونو ته ستانه شي. د تېرې شپې شارلوټزویل ښار نښته کې یوه ښځه وژل شوې او ۱۹ نور کسان ټپیان دي.
د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د سپین پوست پالو پر لاریون د یوه ځوان له خوا موټر وروستل شوی چې له امله یې یوه ښځه مړه او ۳۰ کسان ټپیان دي.
د ویرجینیا والي تري مک اولیف، د سپینپالو د لاریون په غبرګون کې رسنیو ته وویل، هغو کسانو ته چې سپین پوستي له نورو غوره ګڼي، زما پیغام دا دی چې کورونو ته مو لاړ شئ. نه دلته او نه مو د امریکا په نورو برخو کې ستاسو لپاره ځای شته.
ډیموکراټ مک اولیف چې په توند لحن پخپلو خبرو کې دوه ځلي وویل، امریکا ته د یووالي راستنولو لپاره باید غورځنګ جوړ شي.
د رسنیو له خوا اخیسل شويو انځورونو کې ښکاري چې یو موټر د کوڅې تر پایه چې دواړو خواوو کې یې لاریونوال ولاړ دي چټک ځغلي، له بل موټر سره ټکر کوي او بیا په لوی لاس پر شا حرکت کوي چې له امله یې یادو سپین پوستپالو لاریونوالو ته مرګ ژوبله اوړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، AFP
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې ژغورونکي د هغو کسانو په درملنه بوخت دي چې د موټر په پېښه کې ټپیان شوي دي.
د ویرجینیا پولیسو ویلي، د موټر چلوونکی یې نیولی دی.

د عکس سرچینه، RYAN M KELLY/DAILY PROGRESS
د پولیسو په خبره، موټروان جیمز الکس فیلډ جونیور نومېږي، سپین پوستی او د اوهایو ایالت اوسېدونکی دی.
په امریکا کې د اګست د ۱۲مې پېښې پر داسې مهال رامنځته شوي چې د ښي اړخو افراطي سپین پوستپالو د لاریونونو له امله د شارلوتزویل په ښار کې بېړنی وضعیت اعلان شوی و.
په دغو لاریون کې د ګډون لپاره سلګونه کسان ټاکل شوي ځای ته رسېدلي وو.

د عکس سرچینه، AFP
له دوی سره هممهاله په امریکا کې د توکمپالنې مخالفانو هم لاریون را وویست او د موازي حرکت په توګه یې ځانونه شارلوتزویل ښار ته ورسول.
په ښار کې د بلوا ضد نور پولیس هم ځای پر ځای شول.

د عکس سرچینه، Reuters
پولیس له سپین پوستپالو او د هغوی له مخالفو لاریونوالو سره په نښته کې ښکېل شول.
ښي اړخي سختدریځي سپین پوستپال د جمعې په شپه ډيوه په لاس د شارلوتزوېل لارو کوڅو ته ووتل.

د عکس سرچینه، Reuters
یو شمېر کسانو پر ډونلډ ټرمپ له دې امله نیوکه کړې چې ولې یې ښي اړخي سختدریځي، ستر کوکلاکسان او قومپالونکي نه دي غندلي.
د امریکا په سنا کې له فلوریډار جمهوريپال سناتور مارکو روبیو سپین غوره ګڼونکو ته په اشارې ویلي، د امریکا ملت لپاره مهمه ده چې ولسمشر د ویرجینیا پېښې او سپین پوستي غوره ګڼونکي له یوې مخې وغندي.
د امریکا په کنګره کې د دیموکراټانو مشرې نانسي پلوسي پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل: " ډونلډ ترمپه! له ما وروسته یې تکرار کړه چې سپین پوستي غوره ګڼونکي د امریکا عزت ته سپکاوی دی."

د عکس سرچینه، Reuters









