م. م: غزه تراډه د اوسنیو ۲ ميليون اوسېدونکو لپاره د ژوندانه وړ نه ده

A Palestinian woman cleans the dishes using an LED lamp during a blackout in Gaza City on 20 June 2017

د عکس سرچینه، AFP

غزه تراړه د خپلو دوو ميليونو اوسېدونکو لپاره نور د ژوندانه وړ نه ده. دا د ملگرو ملتونو د وروستيو پلټنو موندنې دي.

د بشري وضعې په تړاو د دغې ادارې په تازه خپاره شوي رپوټ کې راغلي، په غزه کې عوايد، روغتيايي خدمتونه، زده کړې، برېښنا او د څښاک تازه اوبه ټول مخ په کمېدو دي.

د ملگرو ملتونو وياند "روبرت پايپر" وايي په دغه سيمه کې بشري حالت مخ په خرابېدو دى او په وينا يې د لا ناوړه بشري حالاتو په لور د غزې د خوځېدو بهير د پخوانيو وړاندوينو پرتله چټک او لمنه يې ډېره پراخه ده.

نوموړي په غزه تراډه کې روان حالت سوکه منفي وده وبلله او زیاته یې کړه: "زه په غزه کې د دوه ميليون وگړو د زندۍ کولو يو فوق العاده بشري ضد او ناعادلانه بهير گورم. دا خلک هېچا لپاره گواښ نه دي."

ښاغلی پایپر غزه نور د ژوندانه وړ نه بولي او وايي:" کله چې تاسو په ورځ کې دوه ساعته برېښنا لرئ، ٦٠ سلنه ځوانان بې روزگاره دي، زمينې او شونتياوې ډېرې کمې دي نو زما لپاره دا د نه ژوندانه وړ له حد او بريده اوښتل دي، او دا ډېر وړاندې شوي."

Egyptian security forces stand guard as lorries carrying fuel enter the southern Gaza Strip from Egypt through the Rafah border crossing on 21 June 2017

د عکس سرچینه، AFP

حماس په ٢٠٠٧ م کال کې د فلسطين خپلواکې ادارې ته وفادار ځواکونه له غزې وشړل او اسراييلو چې حماس ترهگره ډله بولي، سيمه کلابنده کړه.

اسراييلي حکومت او مصر غزې تراډې ته د توکو د لېږد را لېږد او د خلکو د تگ راتگ بهير محدود کړ.

سمندر ته د غزوالو لاس رسى هم کم شو. د حماس او په لوېديځه غاړه کې د مېشتې فلسطيني کورواکې ادارې ترمنځ وېش او توپيرونه لا ژور شوي.

مخالفتونه د دې لامل شول چې فلسطيني اداره غزې ته مالي مرستې ودروي او له اسراييلو هم وغواړي چې پر سيمې برېښنا کمه کړي.