تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ افغانستان ته د پوځیانو استولو پرېکړه 'پنټګان ته وسپارله'
رپوټونه وایي، د امریکا ولسمشر ډنلډ ټرمپ د دغه هېواد دفاع وزارت یا پنټګان ته د دې پرېکړې واک ور کړ چې افغانستان ته څومره نور پوځیان ولېږي.
امریکایي چارواکو له نوموښودنې پرته فرانس او رویټرز خبري اژانس ته ویلي، اوس د متحده ایالتونو دفاع وزیر جېمز متیس دا پرېکړه کولی شي چې افغانستان ته څومره پوځیان واستوي.
خو دغه سرچینې زیاتوي، پنټګان تر دمګړۍ افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو د شمېر په هکله پرېکړه نه ده کړې.
اوس په افغانستان کې نږدې ۸۴۰۰ امریکايي پوځیان شته او که پنټګان د امریکايي قومندانانو په غوښتنه افغان جګړه ته نور ځواکونه استوي، نو شمېر به یې زیات شي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان افغان جګړې کې د هغه په وینا په ټپه ولاړ حالت ته پای ورکولو لپاره د نورو بهرنېو ځواکونو د لېږلو غوښتنه کړې ده.
ډونلډ ټرمپ دا پرېکړه له هغه وروسته ده چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو د ځپلو لپاره د ځواکونو د شمېر ډېرولو پرلپسې غوښتنه وکړه.
ولسمشر ټرمپ له دې مخکې په سوریه او عراق کې هم د ځواکونو زیاتولو د پرېکړې واک د دغه هیواد دفاع وزیر ته ور کړی و.
څومره نور پوځیان؟
نیویارک ټایمز د مۍ میاشت وروستیو کې رپوټ کړې وه، چې پنټګان له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې لپاره افغانستان ته پنځه زره سرتېري استول غواړي.
د امریکا دفاع وزیر د ډونلډ ټرمپ له دې پرېکړې مخکې د سې شنبې په ورځ د خپل هېواد کانګرېس ته وویل، چې دمګړۍ د افغان حکومت له مخالفو وسلوالو سره د جګړې ډګر کې وضعیت د بریالیتوب په لور نه دی، خو دا حالت ژر بدلېدلی شي.
هغه دا هم وویل، چې له طالبانو سره د مقابلې لپاره د امریکا د نوي حکومت ستراتیژي به تر یوې میاشتې کانګرېس ته وړاندې کړي.
د امریکا دفاع وزیر څه وايي؟
ښاغلي مټیس د مشرانو جرګې د وسلوالو ځواکونو جرګه ګۍ ته وویل، دا مهال په افغانستان کې د طالبانو واک او ځواک زیاتېږي.
کله چې په مشرانو جرګه کې نفوذ لرونکي جمهوريپال سناتور جان مکېن وویل، چې امریکا باید د افغانستان د وضعیت بدلولو لپاره سملاسي خپله ستراتیژي بدله کړي او افغانستان ته ځواکونه واستوي، نو ښاغلي متیس وویل، حکومت دا سملاسیتوب درکوي.
امریکا دا مهال په افغانستان کې له ۸ زرو ډېر سرتېری لري، چې تر ډېره د افغان پوځ د روزلو او له مخالفو وسلوالو سره جګړه کې د هغوی د ملاتړ رول لري.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن له دې مخکې ویلي وو، د افغان جګړې ګټلو لپاره باید په دغه هېواد کې د امریکايي ځواونو شمېر ډېر شی.
تمه ده چې د پنټګان په نو ستراتیژي کې افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو له استولو سره هوکړه وشي.