ایران: د تهران بریدونو طراح "بهر کې ووژل شو"

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران د اطلاعاتو وزیر ددغه هېواد تلوېزیون ته ویلي، تهران کې د چارشنبې ورځې د بریدونو اصلي طراح له هېواده بهر وژل شوی دی.
محمود علوي د ایران رسمي تلوېزیون ته ویلي، دغه کس د څارګر سازمان په همکارۍ موندل شوی او وژل شوی دی.
دی وايي، د بریدونو دغه اصلي طراح له بریدونو وروسته له ایرانه وتلی، خو په وینا یې ملګرو څارګرو سازمانونو د شنبې په ورځ هغه وموند.
د ایران د اطلاعاتو وزیر د دغه طراح د موندلو او وژلو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل او نه یې هم د هغه هویت افشا کړ، خو ویې ویل چې د "بې نومه پوځیانو" په مټ وژل شوی.
"بې نومه پوځیان" توري ایران کې تر ډېره د اطلاعاتو د وزارت کارکوونکو لپاره کارېږي.
ښکاري چې له همکارو سازمانونو نه د ښاغلي علوي اشاره د ګاونډیو هېوادونو څارګرو سازمانونو ته وه.
خو نوموړی وايي د بریدونو اصلي طراح د برید پرمهال پر پوله و او له برید وروسته له ایرانه وتلی.
له برید وروسته ایران کې پراخ چاڼیز عملیات او پلټنې پیل شوې، چې تر اوسه یې ۴۲۴۳ کسان نیولي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د تېرې چارشنبې په ورځ پنځو بریدګرو هم مهاله د ایران پر پارلمان او د ایت الله خمیني پر زیارت بریدونه وکړل، چې لږترلږه ۱۷ کسان پکې ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.
د برید پړه "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې ومنله.
په بریدګرو کې یوه ښځه هم وه،چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر ایت الله خمیني په زیارت کې یې ځان وچووه.
په ورته وخت کې د ایران د انتظامي ځواکونو قومندان حسین اشتري د شنبې په ورځ (جون لسمه) وویل، د ایران شاوخوا کې یې یوه ترهګره ډله نیولې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images








