اسلام اباد: د کابل برید ترشا د ملي امنيت تور ردوو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ملي امنیت هغه تور په کلکه ردوو، چې ګواکې د کابل په پرونۍ خونړۍ پېښه کې له حقاني شبکې سره د دوی لاس و.
یاد وزارت ادعا کوي، پاکستان به کله هم داسې ګام پورته نه کړي چې ورسره په افغانستان کې سولې ته زیان ورسېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا نن (پنجشنه) په اونیزې خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده.
په کابل کې تر پرونۍ چاودنې وروسته د افغانستان ملي امنيت ادارې د دغې پېښې تر شا د حقاني شبکه په لاس لرلو تورنه کړه، چې د دوی په وینا د پاکستان د استخباراتي ادارې، ای ایس ای په مرسته دغه برید په پاکستان کې پلان شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي ذکریا په خبرې غونډه کې لومړی د کابل د پرونۍ پېښې غندنه وکړه او وروسته يې د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "افغان چارواکي خپله ناکامي پر پاکستان په همدې تورونو پټوي".
ښاغلی ذکریا زیاتوي: "داسې تورونه په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې اغېزمنولی شي او پاکستان تر هر بل هېواد زیات په افغانستان کې د سولې لپاره کار کوي. "
خو بله خوا افغان ولس او دولت وايي پاکستان د هغو وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي او ځای ځایګی ورکوي چې افغانستان کې خونړي بریدونه ترسره کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې خبري غونډه کې د کوم هېواد له نوم اخیستلو پرته وویل: "ځينې هېوادونه نه غواړي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دې ښې اړيکې وي".
پخوا پاکستان پر هند ورته تورونه لګولي چې ګواکې ډیلي هڅه کوي د کابل او اسلام اباد تر منځ واټن ډېر شي. افغان چارواکي بیا وايي دوی نه پرېږدي یو هېواد له بل هېواد سره د دوی سیاسي اړیکي وټاکي.
پرون د افغانستان کرکټ بورډ هم د ملي امنيت تر دغه بیان وروسته له پاکستان سره د کرېکټ کېدونکې شل اوریزه لوبې لغوه کړې او په خپاره شوي بیان کې ویلي و، چې دوی نه غواړي له ترهګر روزونکي هېواد سره د کرېکټ لوبې وکړي.








