ملګري ملتونه: یمنیان له مرګ او وبا سره مخ دي

ر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په دغه هیواد کې وبا یا کولارا هم ډېره شوې ده.
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي لندن

ملگري ملتونه وايي تر دووکلونو اوږدې کورنۍ جگړې وروسته ، يمن د بشپړې ټولنيزې، اقتصادي او اداري ړنگيدا پر لوري درومي.

د ملگرو ملتونو د بشري چارو مشر سټيفن اوبراين امنيت شورا ته د يمن د حالاتو بوږنونکى انځور وړاندې کړ.

ښاغلي اوبراين وويل يمن له يوه بشري کړکېچ سره لاس او گريوان دى، نژدې اووه ميليون وگړي يې د قحطۍ سره مخامخ دي، نو سملاسي قدام ته اړتيا ده.

يمن کې له تېرو دوو کلونو راهېسي د شيعه هوثي ياغيانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ چې د سعودي په مشرۍ ټلواله يې ملاتړ کوي، سخته جگړه روانه ده.

ښاغلي اوبراين د امنيت شورا غړو ته گوټ څندنه وکړه چې د نړېوالو د سترگو په وړاندې د يمن وگړي له محروميت، ناروغيو او مرگ سره مخامخ شوي.

د وضعیت لا خرابېدلو وېره

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، حکومت پلوه ځواکونه تعز ښار کې پرمختګ کړی دی.

د ملگرو ملتونو د بشري چارو مشر سټيفن اوبراين وايي که اقدام ونشي حالات به لا د خرابۍ په لور ودرومي.

"وخت له لاسه وځي. يمنيان له دريو گواښونو سره مخ دي. جگړه، قحطي او مرگونې ناروغۍ چې وار له مخه يې خلک وژلي، ټپيان او بې ځايه کړي".

د نوموړي په خبره، له دې جګړې ميليونونه وگړي اغېزمن شوي او که مخه يې ډپ نشي نو هېځ څوک به خوندي نه وي.

سټيفن اوبراين وايي، دغه گواښوونکى حالت انسانانو رامنځته کړى او په اسانه يې مخنيوى کېداى شي.

"دا د نړېوالې ټولنې بېړنۍ دنده ده چې شته گواښونو ته خپل پام واړوي، او يمن او وگړي يې چې د جگړې هرې غاړې پورې تړلي وي د بشپړ ناورين له څنډو را وگرځوي."

په دې ورستيو کې په يمن کې د کولرا د ناروغۍ له خپرېدا سره چې نژدې ٥٠٠ کسان يې وژلي دي حالت لا ترينگلى شوى دى.

د مرستې کمه برخه ترلاسه کول

ر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د یمن میلیونونو خلک د اوبو په ګډون ډېرو لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري.

ملگري ملتونه وايي د بشري مرستو لپاره د ژمنو شويو څه د پاسه دوه ميليارډ ډالرو يواځې ٢٤ سلنه يې ترلاسه کړې.

د يمن په دوه کلنه شخړه کې ٨٠٠٠ کسان وژل شوي او نژدې ٤٥ زره ټپيان دي. ملگري ملتونه وايي نژدې ١٩ ميليونه خلک بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.