د یمن جګړه کې د وژل شوو شمېر ۱۰ زرو ته رسېدلی

حوثي یاغیان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، حوثي یاغیان له تېرو څه باندې ۲۱ میاشتو راهیسې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف پروړاندې جنګېږي‍

ملګرو ملتونو ویلي، یمن کې د حوثي یاغیانو او د سعودي عربستان په مشرۍ د پېژندل شوي رسمي دولت ترمنځ په جګړه کې د وژل شوو شمېر لسو زرو ته رسېدلی او میلیونونه وګړي د خوړو له نشتوالي سره مخامخ دي.

دا خبر داسې مهال خپور شوی، چې د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي د دوشنبې په ورځ په سمندرغاړي عدن ښار کې د ملګرو ملتونو له استازي سره ولیدل.

د حوثي یاغیانو او حکومت ترمنځ شخړه د ۲۰۱۵ کال مارچ میاشت کې ډېره سخته شوه.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د منتخب دولت بېرته واکمنېدو په موخه د یمن جګړه کې ځان ښکېل کړ.

په یمن کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي جیمي مک ګلدریک وویل له هغه وخته "اټکل دا دی چې په دې جګړه کې کابو لس زره کسان وژل شوي او نژدې ۴۰۰۰۰ نور ټپیان شوي دي. "

نوموړی زیاتوي، میلیونونه نور کسان په دې هېواد کې د جګړې له کبله زیانمن شوي او د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

ښاغلي مک ګلدریک وویل: "اوه میلیونه کسان د راتلونکو خوړو په موندلو پسې پکو دي."

یمن ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسمعیل اولد شیخ د سولې د بهیر بیا ژوندي کولو هڅه کوي.

په پام کې ده چې ښاغلی شیخ به ژر په دې اړه امنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کړي.

ملګري ملتونه وايي، د یمن جګړه په ګرده نړۍ کې د ناوړه ناورین یوه لویه بېلګه ده.

مک ګلدریک

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ښاغلي مک ګلدریک وویل: "اوه میلیونه کسان د راتلونکو خوړو په موندلو پسې پکو دي."