نیویارک ټایمز: چین د ۲۰ څارګرو په وژلو او بندیانولو سي ای اې فلج کړی

د عکس سرچینه، AFP
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، چین د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کال ترمنځ د دوو کلونو موده کې د امریکا د مرکزي څارګرې ادارې سي ای اې له ۱۸ تر ۲۰ څارګر وژلي یا بندیان کړي چې له امله یې په دغه هېواد کې د امریکا جاسوسي عملیات فلج شوي دي.
امریکايي چارواکو دغې ورځپاڼې ته ویلي، دا له تېرو څو لسیزو راهیسې تر ټولو لوی امنیتي درز دی.
سي ای اې په دې اړه له غبرګون ښودلو ډډه کړې.
نیویارک ټایمز پخپل ځانګړي رپوټ کې ویلي، چین د سيایاې د کمپیوټرونو او غږیزو اړیکو د سیستم هک کولو له لارې د سيایاې د څارګرو څرک معلوم کړی یا یې په دوی کې خپل نفوذي کسان ورننویستلي دي.
د رپوټ پربنسټ، یو څارګر د یوې دولتۍ ودانۍ په انګړ کې په ډزو ویشتل شوی چې نورو ته عبرت وګرځي.
نیویارک ټایمز پخپل رپوټ کې د سيایاې له څلورو پخوانیو افسرانو سره خبرې کړې دي.
دوی دغې ورځپاڼې ته ویلي، د ۲۰۱۰ کال پیل کې د چین دولت ته د سيایاې د څارګرو ننویستل ورو شوي او یو کال وروسته (۲۰۱۱) هغه څارګر چې د چین دولت کې یې نفوذ کړی و، یو یو تری تم شو.
له دې پېښې وروسته، د فدرالي پولیسو ایفبيای مامورین او د مرکزي استخباراتو سیایاې سازمان کارکوونکي د "شات خوړونکي خرس" په نامه ګډو عملیاتو کې ددغو څارګرو د تري تم کېدو په اړه څېړنه وکړه.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، یاد عملیات د سيایاې د یوه پخواني مامور په اړه متمرکز وو، خو د کافي شواهدو د نشتوالي له کبله دغه کس ونه نیول شو. هغه اوس په یوه اسیايي هېواد کې اوسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نیویارک ټایمز خبریال مت اپوزو دغه راپور چمتو کړی چې وايي: "اصلي ستونزه دلته ده چې موږ لاهم نه پوهېږو چې رښتیا څه پېښ شوي".
"د امریکا د دولت دننه په دې اړه اختلاف دی، چې رښتیا هم څه پېښ شوي. ځینې وايي د سيایاې د ننه یوه نفوذي کس دا کار کړی ځینې نور بیا په دې اند دي چې د سيایاې د څارګرو د عملیاتي تېروتنو له کبله دا کار شوی چې د دوی اړیکې هک شوي دي".
لکه څرنګه چې نیویارک ټایمز لیکي، په چین کې د سيایاې د څارګرو تري تم کېدو د چین دولت د ننه د امریکا د جاسوسۍ بهیر د یوڅه وخت لپاره فلج کړی و. ان دا چې د امریکا مخکیني ولسمشر بارک اوباما هم له چین نه د ورغلو معلوماتو د کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه".
خبریال وايي، دا پېښه داسې مهال شوې، چې په تېرو څو کلونو کې د چین او امریکا د څارګرو سازمانونو ترمنځ یو ډول پټه جګړه روانه ده.
دی وايي، د راپور لیکلو پرمهال مې پام شو چې د چین یو څارګر ټایوان کې د امریکا د ملي امنیت استخبارتي سازمان (سيایاې) مرکز کې نفوذ کړی.
نیویارک ټایمز دا رپوټ داسې مهال خپور کړی، چې واک ته د ډونلډ ټرمپ تر رسېدا وروسته لاهم د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ دیپلوماتیک اړیکي ښه نه دي.








