
جان کریاکو منلې وه، چې یوه ژورنالست ته یې د سي ای اې د یوه پخواني پټ جاسوس نوم ښوولی و.
د امریکا د څارګرې ادارې سي ای اي یوه یو پخوانی کارکوونکی له دې امله په ۳۰ میاشتې بند محکوم شوی، چې د یوه جاسوس نوم یې په ډاګه کړی و.
۴۸ کلن جان کریاکو ۲۰۱۲ کال کې د استخباراتي قوانینو ماتولو د جرم اعتراف کړی و.
د دغه استخباراتي قانون له مخې د تېرو ۲۷ کلونو په موده کې هېچا ته سزا نه ده ورکړل شوې.
جان منلې وه، چې یوه ژورنالست ته یې د سي ای اې د یوه پخواني پټ جاسوس نوم ښوولی و. دغه پټ جاسوس له نیول شویو کسانو څخه د تحقیق کولو یا واټر بورډنګ ټارچر( په اوبو کې د سر ډوبولو) په لړۍ کې شامل و.
د جان مدافع وکیلانو ویلي و، چې موکل یې غواړي هغه غیر قانوني فعالیتونه څرګند کړي، چې په یاده اداره کې تر سره کېږي.
خو سیمه ییزې قاضي لﺉوني برنیکما د دغه دریځ په ردولو وویل که واک یې درلودای، نو جان ته به یې له دې هم ډېره سزا ورکړې وه.
د یوه جوړ جاړي له مخې جان ته د ۳۰ میاشتو بند سزا ټاکل شوې وه.
دې لړ کې له هغه وروسته څېړنه پیل شوه، چې د یو شمېر شکمنو ترهګرو مدافع وکیلانو قانوني عریضه وړاندې کړه، چې په کې هغه تفصیل هم شامل و، چې حکومت نه و چمتو کړی.
د محکمې له ریکارډ سره سم دغه کړۍ تر جان پورې ورسېده.
د منصفه پلاوي په وینا جان د پټ جاسوس نوم یوه ژورنالست ته ویلي و، چې هغه بیا دغه نوم ګوانتانامو زندان کې د یوه بندي د وکیل لپاره څېړنه کوونکو ته وښود.
د هغه دریځ دا و، چې جون د شهرت تر لاسه کولو او خپل ټولنیز مقام د لوړولو لپاره د کورني خبر سودا کړې.












