د ډیورنډکرښې پر لانجې راولپنډۍ کې ګډه پوځي غونډه

د عکس سرچینه، .
ده نیوز
پاکستانۍ ورځپاڼې ده نیوز د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې په حواله ویلي چې پرون د غوڅ ملاتړ ماموریت، افغانستان او پاکستان د استازو ترمنځ په درې اړخیزه نوبتي غونډه کې ټینګار وشو چې پر ډیورنډ کرښه د لانجې د پای ته رسولو لپاره باید پوځي اړیکې پراخې شي.
په غونډه کې دغه راز پرېکړه وشوه چې د داعش پرضد ګډ اقدام وشي او زیاتوي چې دغه غونډه په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې جوړه شوې وه.
واشنګټن پوسټ
دې ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت په اړه یوه راپور کې وايي، ښايي د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو پرېکړه وروسته له هغه وکړي چې منځني ختیځ کې له مشرانو او د ناټو له مشرانو سره په بروکسل کې وګوري.

د عکس سرچینه، Getty Images
ورځپاڼه زیاتوي، راتلونکې جمعې په ورځ ښاغلی ټرمپ سعودي عربستان ته ځي او هلته به په خپل درې ورځې سفر کې د سعودي د پاچا سلمان بن عبد العزیز ترڅنګ د خلیج همکاریو د شورا له غړو او د ځینو اسلامي هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري.
ګارډین
بریتانوۍ ورځپاڼه ګارډین وايي چې د اسټرالیا لومړی وزیر افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو غوښتنه ارزوي.
ښاغلي مالکوم ټرنبل چې څه موده مخکې افغانستان ته تللی و ویلي له اسټرالیا غوښتنه شوې چې د طالبانو او (اسلامي دولت) نومې ډلې له خوا د مخ په زیاتیدونکي ګواښ له امله افغانستان ته نور سرتیري واستوي.
ورځپاڼې د افغانستان او عراق پرتله کړې او زیاتوي چې افغانستان مالي مرستې ته هم اړتیا لري، ورځپاڼه وايي عراق هر کال د تیلو له صادراتو دیرش ملیارده ډالره تر لاسه کوي خو د افغانستان عواید درې ملیارده ډالره هم نه دي.
د هیندو

د عکس سرچینه، ISPR
دغې هندۍ ورځپاڼې خپل سرمقاله د پاکستان هغو هڅو ته ځانګړې کړې چې له مخې پاکستان غواړي د نړیوالې محکمې هغه پریکړه چلینج کړي چې د هند په غوښتنه یې په پاکستان کې د نیول شوي هندي وګړي کلبوشن یاداو د اعدام په اړه کړې.
نړیوالې محکمې ویلي د یاداو په حق کې د اعدام پریکړه دې وځنډول شي. The Hindu وايي چې ښايي پاکستان په ځینو قانوني موادو د خپلې ګټې لپاره استدلال وکړي خو وايي چې پاکستان باید له داسې کومې عجولانه ګام پورته کولو ځان وساتې چې په نړیوالې محکمې کې د یاداو په اړه روان بهیر وننګوي.
ټایمز

د عکس سرچینه، WEBROOT
د بریتانیا ټایمز ورځپاڼه لیکي چې پروني الکترونیکي برید د بریتانیا روغتیايي اداره هم په نښه کړې چې له امله یې په ډیرو روغتونونو کې ګڼې ستونزې رامنځته شوي دي او زیاتوي چې په سکاټلنډ کې ځايي ادارې خلکو ته ویلي چې له بیخي ډیر بیړني حالت پرته دې روغتونونو ته نه ورځي.
ورځپاڼه زیاتوي چې ددغه برید له امله ډاکټران نه شي کولی چې د ناروغانو ډیبابیس او د معایناتو پایلې وګوري.








