تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ تر ټولو ډېر عمر ښځه د ۱۱۷ کلونو په عمر مړه شوه
د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر انسان، چې یوه ۱۱۷ کلنه بوډۍ وه، مړه شوې ده. اېما مورانو د دوو نړیوالو جګړو شاهده وه.
نوموړې د ۱۸۹۹ کال نومبر میاشتې پر ۲۹مه، د ایټالیا پیډمونټ سیمه کې کې زیږېدلې وه.
دې ۷ خویندې او یو مشر ورور درلود، چې ټول تر دې مخکې مړه شوي.
نوموړې د ایټالیا شمال وربانیا کې خپل کور کې مړه شوه.
مورانو په درو پېړیو (۱۹مه، ۲۰مه او ۲۱مه) کې ژوند کړی. د هغې مېړه بدعمله سړی و، خو دا پخپل ژوند کې د خپل یوازېني زوی د مرګ شاهده وه.
دا ښځه پخپل ۱۱۷کلن ژوند کې بریتانیا کې د ۹۰ حکومتونو راتلو شاهده هم وه.
'ښه ژن او هګۍ'
اغلې مورانو ته ډېر عمر د خپلې مور نه په میراث پاتې و، د هغې مور د ۹۱ کلونو په عمر مړه شوې وه او ځینو خویندو یې هم سلیزه پوره کړې وه.
مورانو پخپل څه باندې ۹۰ کلن عمر کې هره ورځ درې هګۍ خوړلې، چې دوې به یې خامې خوړلې.
دا وايي همدا لامل و چې دا یې 'ځوانه' ساتلې وه. دا وايي دا خواړه یې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د ډاکټر د هغې سپارښتنې پربنسټ پیل کړل، چې ویل یې ګني کمخوني لري.
په وروستیو کې د هغې خواړه په ورځ یې یوازې دوې هګۍ او یوڅو پیسکوټه وو.
د هغې د ۲۷ کلونو ډاکټر کارلو باوا اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، دې به ډېر کم سبزیجات او مېوه خوړله:
''کله مې چې ولیده، هره ورځ به یې درې هګۍ خوړلې، دوې به یې ګهیځ خامې خوړلې او یوه په غوړو کې له غرمې وروسته، او ماښام به یې چرګ خوراک و. ''
مورانو په ۱۹۳۸ کال له خپله مېړه نه د بېلتانه پرېکړه وکړه. ټیک یو کال وروسته تر هغه چې د شپږو میاشتو زوی یې ومړ.
دا وايي، له مېړه سره یې هېڅ خوشحاله نه وه؛ ځکه پر هغه زلمي مینه وه، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال وژل شوی و او له بل چا سره یې واده کولو ته هېڅ لېوالتیا نه وه.
خو هغې ''لا سټمپا'' ورځپاڼې ته ویلي، ''هغه راته وویل: که نېکبخته یې، نو له ما سره واده وکړه، که نه وژنم دې. زه ۲۶ کلنه وم. واده مې ورسره وکړ.