له ۲۰۰ د ډېرو کډوالو ډوبېدو وېره

کډوال

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یوازې پنځه مړي موندل شوي دي

د اسپانیا یوې خیریه ټولنې ویلي، داسې وېره څرګندیږي، چې د لیبیا ساحل ته څېرمه سمندر کې له ۲۰۰ ډېر کډوال ډوب شوي دي.

پروا اکتیوار اوپن ارمز نومي اداره وايي، پنځه مړي یې اوبو کې هغو دوو اوښتیو کښتو ته څېرمه موندلي، چې په هره یوه کې تر ۱۰۰ پورې کسان ځایږي.

د دغې ادارې یوې غړې لاورا لانوزا وايي، هغه پنځه مړي چې دوی له مدیترانې سمندره موندلي دي، د ځوانو نارینه وو دي، چې ګومان کېږي ډوب شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د ایټالیا سمندري ساتونکو له قوله د دغو پنځو کسانو مړینه تایید شوې ده.

اغلې لانوزا ویلي، ښايي تر ۲۴۰ پورې کسان پېښه کې مړه شوي وي، ځکه په وینا یې په کښتیو کې د قاچاقبرو له لوري له هغې اندازې ډېر کسان لېږدول کېږي، چې دغه کښتۍ یې ځایولای شي.

دغې ټولنې پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي:

''موږ له سمندره پنځه مړي موندلي دي، خو څوک مو ژوندي نه دي موندلي ''

پروسږ کال لږ تر لږه ۵۰۰۰ کسان اروپا ته د تلو لار کې په مدیترانې سمندر کې ډوب شوي وو.