تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په سرطان د اخته سوري ماشومانو پر ژوند د بندیزونو اغېز
دمشق کې هغه روغتون چې په سرطان د اخته ماشومانو درملنه کوي، له سختو ستونزو سره مخامخ دی.
د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي وايي، د شپږ کلنې جګړې تر څنګ د امریکا متحدو ایالتونو او یو شمېر نورو هېوادونو له لوري د سوریې پر حکومت لګېدلي د درملنې برخه کې د لویو ستونزو لامل شوي دي.
د سوریې عامې روغتیا اداره یو مهال منځني ختیځ کې له خورا غوره ادارو یوه بلل کېده، خو د شپږ کلنې جګړې له کبله دغې ادارې ډېری بودیجه له لاسه ورکړې.
اوسمهال د ډاکټرانو لږوالي له کبله د سوریې ایله نیمايي شمېر روغتونونه توانېږي خدمتونه وړاندې کړي.
د روغتیايي ادارو بودیجې لږوالی، د سوريې دینار ارزښت لږوالي او د بندیزونو غیر مستقیم اغېز هغه ناروغان له ستونزو سره مخامخ کړي، چې له بهره ورته دارو، درمل راوړل کېږي.
له جګړې مخکې نژدې نهه سلنه درمل سوریه کې دننه تولیدل، خو د سرطان درملنې درمل له بهره تولېدل.