"د ډیورنډ کرښې تړلو سره سره پاکستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی نه دی"
اکسپرېس ټريبيون:

د عکس سرچینه، Getty Images
د پښتونخوا پوليسو مشر دغې ورځپاڼې ته ويلي سره له دې چې تورخم لار تړل شوې، خو امنيتي گواښونه نه دي کم شوي.
د نصير خان دراني په وينا د مردان او پېښور وضع ډېره د اندېښنې وړ ده.
د ښاغلي دراني په باور دا له دې امله ده چې اورپکي په اسانۍ له ډيورند کرښې اوښتى را اوښتى شي.
نوموړي د کرښې پر سخته څارنه ټينگار کړى او ويلي دي چې اورپکي په اسانۍ له ډيورند مومندو ايجنسۍ ته اوړي او پښتونخواه گواښي.
نيويارک ټايمز:

د عکس سرچینه، Getty Images
امريکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼه په خپله سرليکنه کې وايي، ولسمشر ټرمپ پر خپل سلف سختې نيوکې کولې چې گواکې د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې د مبارزې پلان نه لري، خو دى پخپله هم د پلان په وړاندې کولو کې پاتې راغلى دی.
سرليکنه کې د ولسمشر ټرمپ د ټاکنيزو هلو ځلو مهال ته کتنه شوې او وايي ولسمشر د بهرنۍ تگلارې په برخه کې د بلې هرې موضوع په پر تله د اسلامي دولت نومې ډلې پرضد د مبارزې ډېرې خبرې کولې او کله چې ولسمشر شو د يوه فرمان په لاسليکولو يې خپلو جنرالانو ته ٣٠ ورځې وخت ورکړ چې د داعش د ماتولو پلان جوړ کړي.
ورځپاڼه زياتوي دفاع وزير جېمز متېس د تېرې فبرورۍ پر ٢٧ يو شمېر غوراوي د ولسمشر ټرمپ مخې ته کېښوول خو دا لا نه ده جوته چې پايله څه شوه.
گارډين:

د عکس سرچینه، Getty Images
گارډين ورځپانه وايي موندلې يې ده چې برتانيا د اروپايي ټولنې له قوانينو په گټه پورته کولو د سوريې او نورو هېوادونو کډوال بېرته د ختيزې اروپا هېوادونو ته ستنوي.
هغو هېوادونو ته چې د ورځپاڼې په وينا کډوال پکې وهل ډبول شوي، زندانونه يې تېر کړي او ورسره ناسم چلند شوى.
د کډوالو مدافع ډلې وايي، برتانيا دا چاره د هغه قانون له مخې تر سره کوي چې د "ډبلېن قانون" په نامه مشهور دى.
د دغه قانون له مخې کډوال اړ دي د اروپايي ټولنې په هغو هېواد کې پناه وغواړي چې لومړى ورته رسېږي.
برتانيا دغه کډوال تر ډېره سربستان او هنگري ته استوي چې لوېديزې اروپا ته د تلو پر مهال له دغو هېوادونو تېرېږي.








