د جرمني لومړۍ وزیرې د رد شوو پناه غوښتونکو د ستنولو څرنګوالي ته پلان جوړ کړی

ټاکل شوې ده د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مرکل هغه پلان ډاګیز کړي چې له مخې یې غواړي لا ډېر رد شوي پناه غوښتونکي خپلو هېوادونو ته ستانه کړي.

د پلان یوه برخه دا هم ده چې د پناه غوښتونکو هویت د مالومولو لپاره د هغوی ټیلېفون او سم کارت ته لاسرسی وشي او هغو کډوالو ته ډېرې پیسې ورکړل شي چې په خپله خوښه هېواد ته ستنېږي.

د سږکال پای کې له ترسره کېدونکو ټاکنو وړاندې د کډوالو مسله جرمني کې ډېره سیاسي شوې ده.

ډسمبر میاشت کې یوه کډوال برلین کې د کرېسمس پر یوه بازار برید کې ۱۲ کسان ووژل.

لومړۍ وزیره مرکل به وروسته له یو شمېر دولتي مشرانو سره وګوري چې پر دغه ۱۶ ماده ییز نوي پلان بحث وکړي چې د کډوالو د ستنولو بهیر ګړندی کوي.

دغه پلان کې چې د جرمني رسنیو ته یې په پټه لار موندلې لیکل شوي چې په برلین کې به د بېرته ستنولو د همغږۍ یو مرکز جوړېږي.

د دې ترڅنګ به د بېرته ستنېدونکو کډوالو مرکزونه هم جوړېږي چې نه منل شوي پناه غوښتونکي به له بېرته ستنولو وړاندې پکې ساتل کېږي.

فدرالي حکومت هم په پام کې لري چې سږکال ۹۰ میلیون یورو بېرته وطن ته پر ستنېدو او د مدغم کولو پر چارو ولګوي. هغو کډوالو ته به چې هېواد ته بېرته داوطلبانه ستنېدو پرېکړه ژر وکړي لا ډېرې پیسې ورکړلې شي.

۲۰۱۵ کال کې نژدې ۸۹۰،۰۰۰ پناه غوښتونکي جرمني ته ورسېدل. د مېرمن مرکل پرېکړه چې پولې دې خلاصې وي، هغه هم په داسې حال کې چې د نورو اروپايي هېوادونو په تړل کېدو وې، د دې شهرت زیانمن کړ او د "کډوالو ضد ګوند" AfD د پیدا کېدو لامل شو.

ځینې حکومتي ادارې چې سوسیال دیموکراتان یې مشران دي د افغانانو د بېرته ستنولو مخالفت کوي.

د ګڼ شمېر افغانانو د پناه غوښتنه په دې رد شوې چې هېواد یې د ستنېدو لپاره خوندي ځای دی.

له سوریې وروسته افغانان د جرمني د کډوالو دوهمه لویه ډله ده چې یوازې په ۲۰۱۵ کال کې ۱۵۴۰۰۰ دغه هېواد ته رسېدلي.

تېر کال ټولټال نژدې ۲۵۰۰۰ کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړای شول چې دوه برابره یې بیا داوطلبانه بېرته تللي.

د پنجشنې پر ورځ د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دې مېزېري وویل: « د ردشوو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی او موږ باید پر بېرته ستنولو کار وکړو».

ځینو کډوالو ته مرسته کوونکو موسسو د جرمني پر دې پلان نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د پناه غوښتنې په بهیر کې ناسمې پرېکړې نیول کېږي.

د جرمني دولتي شمېرې ښيي د ۲۰۱۶ کال پای کې نژدې ۲۰۷۰۰۰ کډوال د ستنولو لپاره په پام کې نیول شوي ول.