تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګارډین: روسیه پولنډ کې د امریکا پوځ ځان ته ګواښ بولي
ګارډین:
لندن کې ګارډین ورځپاڼې لیکلي چې روسیه پولنډ ته د امریکایي پوځیانو استول خپل ځان ته ګواښ ګڼي.
د ګارډین شنونکی په دی باور دی چې کیدای شي له سړې جګړې نه وروسته اروپا ته د امریکایي پوځیانو استول په دې هدف وي، ترڅو د امریکا منتخب ولسمشر ډونلد ټرمپ- چې ویل کیږی روسیې ته تمایل لري -په یوه جنجالي دفاعي ستراتژۍ کې ښکیل شي.
ورځپاڼې د پولنډي چارواکو له خولې لیکلي چې د ښاغلي ټرمپ او روسیې ترمنځ هر ډول تړون به د پولنډ په ضرر وي.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د قبرس د دوو جلا شویو برخو / د ترکیې قبرس او یونان قبرس / د یو ځای کیدو د خبرو اترو په هکله یو رپوټ خپور کړی.
ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د استازي له خولې دا خبری اترې ګټور بللې دي .
د ملګرو ملتونو استازي هلیه څرګنده کړې چی د دوو جلاشوو قبرسونو د یوځای کیدو تړون نژدې دی.
دې ورځپاڼې په یو بل راپور کی د اسراییلو پر لومړي وزیر بینیامین نتن یاهو باندې د فساد د تورنو په هکله په مطلب کې دا پوښتنه کړې چې ایا اسراییل په رښتیا هم د فساد ضد مبارزه کوي؟
هندوستان ټایمز:
هندوستان ټایمز ورځپاڼې په تامیل نادو ایالت کې د غوا ګانو د جنګولو د لوبې یو عکس خپور کړی چې یو کس د غوا تر پښو لاندې په خطرناک حالت کی پروت دی .
ورځپاڼې لیکلي چې د تامیل نادو ایالتي محکمې خلک د دې لوبې د خطرناکو عواقبو له کبله له دې لوبې منع کړي.
ډان:
د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې د یو پاکستاني تبعه په هکله یو رپوټ خپور کړی چې په چین کې بندي دی او د هیروینو د قاچاق په تور په اعدام محکوم شوی.
پنځوس کلن شاه حسین د پاکستان او چین له دولتونو غوښتنه کړې چې د اعدام حکم یې وځنډوی. تمه کیږي چې دغه پاکستانی تبعه نن د جنوری په دیارلسمه نیټه په دار و خړول شي.