تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوریې ادلب کې بمبارۍ '۲۵ جهادیان وژلي'
سوري فعالان وايي، د سوریې شمالي ادلب ولایت کې د فتح الشام جبهې د جنګیالیو له خوا پر یوې کارېدونکې ودانۍ بمبارۍ کې لږترلږه ۲۵ کسان وژلش وي دي.
په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، په دې هوايي برید کې سخت دریځي په نخښه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، په وژل شویو کې د فتح الشام ډلې مشران هم دي، خو نومونه یې نه دي په ډاګه شوي.
فتح الشام جبهې ویلي، برید د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف جنګي الوتکو کړی.
د منځني ختيځ لپاره د بي بي سي اډیټر سباستیان اوشر وايي، دا برید په سوریه کې څو ورځې وړاندې د اوربند ماتولو لپاره یو لوی ګوزار دی.
روسیه او ترکیه وايي، فتح الشام جبهه، چې وړاندې د 'نصرت جبهې' په نامه یادېده، د اوربند هوکړه کې نه دا شامله، ځکه چې نړیوالې ټولنې یوه 'ترهګره' ډله بللې ده.
اوشر زیاتوي، د سوري نظام ډېری وسله والې مخالفې ډلې له فتح الشام سره ټینګ اړیکي لري، ځکه نو د اوربند له هوکړې ددغې ډلې ایستلو ته چمتو نه دي.
دی زیاتوي، په ادلب کې، چې د د ختیځ حلب له سقوط وروسته د مخالفو وسله والو تر ټولو ټینګ سنګر ګڼل کېږي، شاید د مخالفو ډلو ترمنځ توپیر ګران کار وي.
په پام کې ده چې د قراقستان پلازمېنه استانه کې د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره د سولې خبرې وشي.
تر ۱۰ ډېرو مخالفو ډلو ویلي، د سوریې حکومت ''څو ځلې شوی اوربند مات کړی دی.''
ترکیې او روسیې د تېرې پنجشنبې په ورځ د اوربند رسېدو لپاره منځګړيتوب وکړ، چې تر اوسه هلته اوربند عملي و.