د جعلي خبرونو له امله د پاکستان دفاع وزیر اسراییل په اټومبم وګواښه

د عکس سرچینه، AP
کله کله د درواغو خبر څومره اغېز ناک شي، درې اونۍ وړاندې په واشنګټن کې یو کس د جعلي خبر په غبرګون کې په پیزا هوټل کې ډزې وکړې.
د رپوټونو له مخې، په دې پېښه کې چا ته زیان ونه رسېد او پولیسو وسلوال ونیو.
روان کال د امریکا په ټاکنو کې پر فیسبوک د درواغو خبرونو د خپرېدلو مسله را پورته شوه او ادعا وشوه چې د دې خبرونو له امله د ډېرو امریکايانو رایه بدله شوه.
د درواغجنو خبرونو او په تړاو یې غبرګون دلته پای نه مومي، په وروستیو کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف هم د جعلي خبر ښکار شوی دی.
خواجه اصف اسراییل ته خبر ور کړ چې د پاکستان اټومي ځواک له یاده ونه باسي.
نوموړي دا څرګندونې د اسراییل دفاع وزیر پورې د تړل شویو خبرو په ځواب کې وکړې.

د عکس سرچینه، AFP
تېره سې شنبه ای ډبلیو ډي وېبپاڼې په یوه خبر کې ویلي و 'د اسراییل دفاع وزیر ايي، که پاکستان په کومه پلمه سوریې ته ځمکنی پوځ ولېږي، نو موږ به دغه هیواد پر اتومي وسله له منځه یوسو'.
د دې خبر له مخې د اسراییل پخواني دفاع وزیر موشي یالون پاکستان ته دا ګواښ کړی و.
په ای ډبلیو ډي کې د خپاره شوي خبر له مخې یالون سوریې ته د پاکستاني پوځ د تګ په تړاو زیاته کړې وه 'تر کومه چې موږ پورې تړاو لري دا یو خبرداری دی، خو که له بده مرغه هغوی سوریې ته راغلل، نو موږ پوهېږو چې بیا څه وکړو، موږ به یې په اټومبم سره له منځه یوسو'.
د دې ګواښ په ځواب کې د پاکستان دفاع وزیر په خپل ټوېټ کې ویلي ' اسراییل په سوریه کې د داعش په خلاف د پاکستان رول اټکلوي، د اټومي وسلې د کارولو ګواښ کوي، خو اسراییل دا هېره کړې چې الحمد الله پاکستان هم اټومي وسلې لري'.
د اسراییل دفاع وزارت په ټوېټ کې خواجه اصف هم نښلولی( ټګ) او ویلي یې دي کومه خبره چې د پخواني دفاع وزیر یالون له خولې خپره شوې، هغه کله هم نه ده کړې.
د اسراییل دفاع وزارت په یوه بل توېټ کې بیا هم خواجه اصل نښلولی او ویلي یې دي 'خواجه اصف چې کوم رپوټ یادوي هغه یو مخ جعلي دي'.
موشي یالون د اسراییل دفاع وزیر نه دی، هغه په تېره مۍ کې له دې دندې ګوښه شو او اوس یې لایبرمن ځایناستی دی.

د عکس سرچینه، Twitter
په فیسبوک کې د ناسمو خبرونو مسله هغه وخت جنجالي شوه، چې ځینې کارنو یې وویل، پر دغه خواله رسنۍ د جعلي خبرونو د خپرېدلو له امله د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې هم اغېزمنې شوې.
ویل کېږي چې له څه ارزونو وروسته دا ومنل شوه چې پر فیسبوک ځینې جعلي خبرونه ډېر خپاره شوي، خو درواغ بلل یا ردول یې نه دي شریک شوي.
په اینټرنېټ کې د درواغجنو خبرونو څارونکې وېبپاڼه' mediabiasfactcheck.com' وايي، داسې څو وېبپاڼې شته چې جعلي خبرونه خپروي.
' دا وېبپاڼې داسې ناسم خبرونه خپروي چې تاییدېدلی نه شي، د دوی دا خبرونه پر اوازو او قیاس ولاړ وي'.








