تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ د امریکا دریځ ماتولو سره د تایوان مشرې سره خبرې وکړې
د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تایوان پروړاندې له ۱۹۷۹ کال راوروسته د امریکا سیاست له پامه غورځولو سره د تایوان له ولسمشرې سره پر ټېلفون خبرې کړې دي.
امریکا په ۱۹۷۹ کال کې له تایوان سره اړیکې پرې کړې.
د ښاغلي ټرمپ د واک لېږد ډلې ویلي؛ دواړو مشرانو د امریکا او تایوان ترمنځ نژدیو "اقتصادي، سیاسي او امنیتي اړیکو" ته اشاره وکړه.
چین تایوان یو بېلتون غوښتونکی ایالت بولي. دغه هېواد د تایوان پر لور د سلګونو توغندیو مخه اړولې او ګواښ یې کړی چې د اړتیا په وخت کې به په زوره دا جزیره ونیسي.
پیکنګ تراوسه د ښاغلي ټرمپ او د تایوان د ولسمشرې ترمنځ پر ټلفوني خبرو کوم غبرګون نه دی ښوولی.
د ښاغلي ټرمپ ډلې همداراز ویلي؛ ټاکل شوي ولسمشر د تایوان د جنوري میاشتې په ټاکنو کې د تسای اینګ وون بریالیتوب مبارکي ورکړې ده.
مېرمن تسای ۵۹ کلنه ده او په تایوان کې لومړنۍ ښځینه مشره ده چې د ډیموکراتیک مترقي ګوند (ډي پي پي) په رائس کې په پرېکنده توګه بریالۍ شوې ده.
ډي پي پي په سنتي ډول له چین نه خپلواکۍ ته لېوالتیا لري.
د امریکا پخواني ولسمشر جیمي کارتر په ۱۹۷۹ کال کې تایوان سره اړیکې پرې کړې او د "واحد چین" پر سیاست یې ټینګار کړی و چې د امریکا رسمي سیاست شو.
سره له دې امریکا له تایوان سره غیر رسمي دوستان اړیکې لري.
د مېرمن تسای دولت د "واحد چین" سیاست نه مني؛ ددغه سیاست له مخې تایوان د چین برخه ده.
ورته وخت کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند نډ پرایس ویلي؛ له مېرمن تسای سره د ښاغلي ټرمپ خبرې د امریکا پخواني سیاست کې د بدلون په معنا نه دی.
هغه د جمعې په ورځ وویل؛ "موږ په کلکه د واحد چین سیاست ته ژمن یو. زموږ بنیادي ګټې د تایوان تنګي دواړو لوریو سره په سوله ییزو او ټیکاو لرونکو اړیکو کې نغښتی دی."
بلخوا راپور ورکړل شوی چې ښاغلي ټرمپ په ټېلفوني خبرو کې د فلیپین ولسمشر رودریګو دوترته ته بلنه ورکړې چې راتلونکی کال واشنګټن ته سفر وکړي.
دا خبره د ښاغلي دوترته سلاکارانو کړې خو په هغه وینا پاڼه کې چې د ښاغلي ټرمپ د واک لېږدولو ډلې خپره کړې دغې بلنې ته کومه اشاره نه ده شوې.
د فلیپین مشر د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره اختلاف لري او هغه ته یې سپکاوی کړی دی.
ښاغلي اوباما په سپتمبر میاشت کې له هغه سره کتنه لغوه کړې وه.