د امریکا حکومت 'پر ایران د ۱۰۶ ایربس الوتکو پلورلو جواز ورکړ'

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا خزانې وزارت د فرانسې ایربس هوایي شرکت ته د ایران پر ملي هوایي شرکت (هما) د ۱۰۶ ایربس الوتکو د پلورلو جواز صادر کړ.
یوې "باخبره" سرچینې چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، رویټرز اژانس ته ویلي؛ دا جواز تېره ورځ (دوشنبه نومبر ۲۱مه) د امریکا خزانه دارۍ وزارت ورکړی دی.
دوو امریکایي چارواکو هم له اسوشیټېډ پرس سره مرکه کې دا خبره تایید کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا استازو مجلس تېره اونۍ د یوې طرحې په تصویب سره پر ایران د مسافروړونکو الوتکو خرڅلاو منع کړی و.
ورته وخت کې د سه شنبې په ورځ د استازو مجلس رییس پل رایان، د اکثریت مشر کوین مکارټي او ددغه مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس اډ رویس په یوه لیک کې ولسمشر بارک اوباما ته ولیکل: "په درناوي غوښتنه کوو چې ستاسو دولت نور داسې ګام پورته نه کړي چې ایران کې د لا ډېرې پانګونې لامل شي."
د ایربس شرکت فرانسوی دی، خو دا چې د ایربس ځینې پرزې د امریکایي شرکتونو لخوا جوړېږي باید د پلور لپاره له امریکا جواز واخلي.
ویل کېږي چې لږ ترلږه د ایربس ۱۰ سلنه پرزې امریکایي شرکتونه جوړوي.
بلخوا د ایران د ښار جوړونې او د لارو مرستیال وزیر اصغر فخریه کاشان د یوې نړیوالې لیزنګ کمپنۍ له لارې د ایربس اخستو د یوې برخې اعتبار ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.
ښاغلي فخریه کشان ویلي؛ "د لومړني قرارداد له مخې، د اجارې په ډول د الوتکو اخستل د اوږدمهال مالکیت په شرط دی او په دې برخه کې بریالي شوو چې له یوه نړیوال لیزینګ شرکت سره د ایربس د ۷۷ الوتکو د مالي تامین پرسر وروستي هوکړې ته ورسېږو."
د ایران د لارو مرستیال وزیر ددغه شرکت نوم څرګند کړی نه دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران او ۵+۱ قدرتونو ترمنځ د اټومي تړون په لړ کې متحده ایالتونو موافقه وکړه چې د ایران مسافروړونکو الوتکو د زړښت له امله پر دغه هېواد د دغو الوتکو د خرڅلاو بندیزونه لرې کړي او دا موضوع د تړون په متن کې ذکر شوي.
ایران د روان میلادي کال په پيل کې اعلان وکړه چې غواړي د شاوخوا ۲۷ میلیارد ډالرو په ارزښت له ایربس شرکت نه ۱۱۸ مسافروړونکې الوتکې وپېري، خو دا چې ددغو الوتکو د پلور لپاره د امریکا اجازې ته اړتیا وه، دا پېر او پلور وځنډېده.
'لا ډېره څارنه'
تراوسه معلومه نه ده چې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا راتلونکی دولت به ایران سره د اټومي تړون په اړه څه چلند غوره کړي. هغه د ټاکنیز کمپاین پرمهال ددغه تړون د "لرې غورځولو" غوښتنه کړې وه او ویلي یې دي چې غواړي د ښه تړون لپاره مذاکره وکړي.
له تنسي نه جمهوریپال سناتور باب کروکر د دوشنبې په ورځ وویل: "فکر نه کوم چې دا کار (د اټومي تړون لرې غورځول) د یوه ښه پيل پیلامه وي."
هغه وویل، امریکا باید د اټومي تړون تر لرې غورځولو وړاندې د هغه د پیاوړتیا لپاره خپلو ملګرو سره همکاري وکړي.
ښاغلی کروکر چې د اټومي تړون د مخالفو له ډلې منځلارې څېره ده وویل؛ تمه لري چې د ټرمپ په مشرۍ دولت ددغه تړون له موادو د ایران هرډول سرغړونې ته پام وکړي.
د چاتاګونا ټایمز د راپور له مخې، هغه سپارښتنه وکړه چې د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ باید پر دغه تړون څارنه ډېره کړي.
هغه وویل: "ډېر عملي ګامونه او د خبرو لحن دی چې یو نوی ولسمشر یې کارولی شي ترڅو په سیمه کې (د ایران پوځي) فعالیتونو سره مقابله وکړي، یعنې د اوباما د اوسني چلند پرخلاف."








