د عکسونو البوم: افغانستان په ریو اولمپیک کې

افغان لوبغاړي په خپل مټ د ۲۰۱۶ کال اولمپیک لوبو کې د ونډې یا سهمیې په اخیستو ونه توانېدل، خو اوسمهال افغانستان درې تنه لوبغاړي په سپینو کارتونو د ریو اولمپیک سیالیو ته لېږلي.

افغان لوبغاړي ونه توانېدل چې په خپل مټ د ۲۰۱۶ کال المپیک لوبو کې ونډه یا سهمیه ترلاسه کړي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، افغان لوبغاړي ونه توانېدل چې په خپل مټ د ۲۰۱۶ کال المپیک لوبو کې ونډه یا سهمیه ترلاسه کړي.
د افغانستان محمد توفیق بخشي د افغانستان بیرغ د اولمپیک سیالیو پرانیستلو پرمهال جګ نیولی و.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د افغانستان محمد توفیق بخشي د افغانستان بیرغ د اولمپیک سیالیو پرانیستلو پرمهال جګ نیولی و.
افغانستان له ۱۹۳۶ کال راهیسې دولس ځله د اولمپیک نړیوالو دوبنیو لوبو کې ګډون کړی، چې له هغې ډلې یې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو سیالیو څخه دوه د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، افغانستان له ۱۹۳۶ کال راهیسې دولس ځله د اولمپیک نړیوالو دوبنیو لوبو کې ګډون کړی، چې له هغې ډلې یې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو سیالیو څخه دوه د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.
د برازیل ریو دې ژنیرو ۲۰۱۶ اولمپیک سیالیو د پیل مراسم په مارکانا لوبغالي کې پیل شول. په سیالیو کې به د ۲۰۶ هېوادونو او د کډوالو لوبغاړي په بېلابېلو سپورتي برخو کې سیالۍ کوي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د برازیل ریو دې ژنیرو ۲۰۱۶ اولمپیک سیالیو د پیل مراسم په مارکانا لوبغالي کې پیل شول. په سیالیو کې به د ۲۰۶ هېوادونو او د کډوالو لوبغاړي په بېلابېلو سپورتي برخو کې سیالۍ کوي.
جنوبي امریکا کې پروت برزایل د سږ کال اولمپیک سیالیو کوربه دی.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، جنوبي امریکا کې پروت برزایل د سږ کال اولمپیک سیالیو کوربه دی.
اوسمهال افغانستان درې تنه لوبغاړي په سپینو کارتونو د ریو المپیک سیالیو ته لېږلي دي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، اوسمهال افغانستان درې تنه لوبغاړي په سپینو کارتونو د ریو المپیک سیالیو ته لېږلي دي.
د ریو ۲۰۱۶ اولمپیک سیالیو کې افغانه ګډونواله کامي یوسف هغه یوازېنۍ ښځینه لوبغاړې ده، چې په دې سیالیو کې یې ګډون کړی.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د ریو ۲۰۱۶ اولمپیک سیالیو کې افغانه ګډونواله کامي یوسف هغه یوازېنۍ ښځینه لوبغاړې ده، چې په دې سیالیو کې یې ګډون کړی.
د اولمپیک د پرانیستې مراسم د جمعې په ورځ (اګست پنځمه) د برازیل پر ځايي وخت د شپې اته بجې پیل شول.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د اولمپیک د پرانیستې مراسم د جمعې په ورځ (اګست پنځمه) د برازیل پر ځايي وخت د شپې اته بجې پیل شول.
اولمپیک سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یوځل ترسره کېږي، چې تېر ځل په ۲۰۱۲ کال د بریتانیا لندن کې ترسره شوې.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، اولمپیک سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یوځل ترسره کېږي، چې تېر ځل په ۲۰۱۲ کال د بریتانیا لندن کې ترسره شوې.