کرېکټ: مس عینک اتلانو "شپږیزه" سیالۍ وګټلې

نننۍ لوبه د زرګونو نندارچیانو له لوري په لوبغالي کې بدرګه کېده.
د عکس تشریح، نننۍ لوبه د زرګونو نندارچیانو له لوري په لوبغالي کې بدرګه کېده.

د هیواد د پنځو زونونو په کچه د پنځو لوبډلو ترمنځ د شپږیزې سیالیو په پایلوبه کې د مس عینک اتلانو د بند امیر ښامارانو ته پر ۱۵ منډو ماته ورکړه.

نننۍ لوبه چې د زرګونو نندارچیانو له لوري په لوبغالي کې بدرګه کېده، پچه یې د مس عینک اتلانو لوبډلمشر وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه.

د مس عینک اتلانو د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره سیال ټیم ته د ۲۲۰ منډو هدف ورکړ.

په بیټنګ کې د مس عینک له لوري نورعلي ځدراڼ ۵۷ او ګلبدین ۸۵ منډې جوړې کړې.

د بندامیر ښامارانو ټیم بالرانو له خوا رحمت شاه د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د بندامیر ښامارانو په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۵ منډې جوړې کړای شوې.

ددوی له ډلې څخه محمد نبي عیسی خیل ۸۸ او عمران جنت ۳۳ منډې جوړې کړې.

د مس عینک اتلانو له لوري ګلبدین د سیالې لوبډلې ۳ او مسلم موسی ۲ لوبغاړي وسوځول.

د سیالۍ غوره لوبغاړی ګلبدین نایب ونومول شو او د کرېکټ بورډ مرستیال اجرایوي مشر دوست محمد نظري څخه یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد په خپله وینا کې د شپږیزې سیالیو له بریالي پرمختګ څخه ستاینه وکړه.

د سیالیو تر ټولو غوره بالر روښان بارکزی، تر ټولو غوره بیټسمین نورعلي ځدراڼ، ځوان لوبغاړی حضرت الله او تر ټولو غوره لوبغاړی (ال راونډر) ګلبدین نایب ونومول شو.