
په ۱۹۸۰ او۱۹۹۴ کلونو کې هم نایجریا اتل شوی و.
نايجريا په جهانسبرګ کې د افريقايي هيوادونو د فوټبال سياليو جام وگاټۀ.
نايجريا دلوبې په لومړي نيمايي کې يوصفر بورکېنا فاسو ته ماته ورکړه.
دا په تېرو ۱۸ کلونو کې لومړى ځل دى چې نايجريا د افريقايي سياليو اتلولې گټي.
خو د بي بي سي د سپورت خبريال وايي بوکېنا فاسو د فوټبال لوبډله هم په دغو سياليو کې ډېره ښه لوبه وکړه.
دا د نایجریا د فوټبال په تاریخ کې درېیم ځل دی، چې د افریقايي سیالیو په لړ کې اتل کېږي.
په ۱۹۸۰ او۱۹۹۴ کلونو کې هم نایجریا اتل شوی و.
نایجریايي کپتان سټیفن کیشي دویم لوبغاړی دی، چې په افریقايي فوټبال لوبو کې د یوه کپتان او لوبغاړي په توګه بریالی کېږي.
نوموړی په ۱۹۹۴ کال د هغې لوبډلې مشر و، چې دا لوبه یې وګټله.
د افریقايي سیالیو د پایلوبې په څلورم پړاو کې یوازې دوه ګوله وشول، همدا وو چې دواړو لوبډلو په لومړي ساعت کې د خپلو ګونو د ډېرولو هڅې کولې.
خو د لومړي پړاو په اوومه دقیقه کې نایجریايي اریک امبروز یو ګول وکړ.
خو بورکیني لوبغاړي جونتن پیټرویبا، چې د لوبغالي په سم ځای کې نه و ولاړ، دوه ځلې توپ ترې تېر شو.












