
په دې سره عراق یوځل بیا ددویم وړ ټیمونو په کتار کې خپل ځای ونیو.
د عراق د فوټبال لوبډلې د اردن فوټبال ټیم ته په شپږ پړاو کې ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ چې د قطر په دوحه کې وشوې، د اردن د لوبډلې هغه هیله یې له نهیلۍ سره مخامخه کړه چې ټاکل شوې په ۲۰۱۴ کال د برازیل په اتلولیو کې ګډون وکړي.
دغه لوبې د اسیاليي وړ ډلو ترمنځ روانې دي.
که څه هم د عراق تکړه لوبغاړي عباس، مثنی خالد، علاء عبدالزهره او مصطفی کریم د ټپي کېدو له کبله په لوبه کې نه وو، خو له عراقۍ لوبډلې سره بخت یاري وکړه.
د لوبې لومړی پړاو د دواړو ډلو ترمنځ په مساوي توګه و، خو په دویم پړاو کې د عراق لوبډله ښه وځلېده.
د اصلي وخت تر پایته رسېدا څلور دقیقې مخکې عراقي لوبغاړي حمادي احمد لوبډلې ته بریا راوړه.
په دې سره عراق یوځل بیا ددویم وړ ټیمونو په کتار کې خپل ځای ونیو.
خو په لومړي کتار کې ترې دا ځای د جاپان ټیم نیولی و.












