
د فوټبال سیالیو په لړ کې لومړۍ تر سره شوې دوې لوبې بې پایلې پای ته ورسېدې.
د جنوبي افریقا په جوهانسبرګ ښار کې د افریکن کپ اف نېشنز (د افریقايي ملتونو د جام فوټبال سیالیو) د پیل مراسم تر سره شول.
دې لړ کې د شنبې په ورځ د جوهانسبرګ په ساکر سټي لوبغالي کې د افریقا دودیزې نڅاووې تر سره شوې. پر دې سربېره د یوه ځوان هلک لرګین ګوډاګی نندارې ته وړاندې شو، چې په پښو کې یې د فوټبال توپ لیدل کېده.
د فوټبال سیالیو په لړ کې لومړۍ تر سره شوې دوې لوبې بې پایلې پای ته ورسېدې.
ټاکل شوې وه، چې د افریقايي هېوادونو تر منځ د فوټبال دغه سیالۍ په لیبیا کې تر سره شی، خو وروسته په دې پرېکړه کې بدلون راغی او سیالۍ جنوبي افریقا ته ولېږدول شوې.
جنوبي افریقا د ۲۰۱۰ کال د فوټبال د نړیوالو سیالو کوربه توب په غاړه درلود. ویل کېږي، د فوټبال دغه سیالۍ به په هغو لوبغالو کې تر سره شي، چې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو لپاره چمتو شوي وو.
د پیل له مراسمو وروسته د کوربه هېواد او کیپ ورډي تر منځ لوبه وشوه او ورپسې د انګولا او مراکش تر منځ لوبه وشوه.












