
دغو سیالیو ته ځکه ساحلي لوبې ویل شوي، چې د لوبو ډګر یې له شګو ساحل ته څېرمه وي.
د افغانستان د فوټبال ساحلي لوبډله نن (یکشنبه/جنوري ۲۰) په يو لړ اسيايي سياليو کې د گډون په موخه قطر ته لېږدي.
دغه سيالۍ چې سبا نه بل سبا پيلدونکې دي، په پام کې ده چې شپاړس اسيايي لوبډلې په کې ونډه واخلي، چې په پايله کې به درې غوره لوبډلې د ساحلي فوټبال نړيوالو لوبو ته لاره پرانيزي.
ددغو لوبو په اړه، او ددې په اړه چې ساحلي فوټبال له عام فوټبال سره څه توپير لري.
د افغانستان د اولمپيک د ملي کوميټې وياند مجيب الله رحماني وايي ددغه سفر هدف د اسیا د ساحلي لوبو کې د افغانستان د لوبډلې ګډون دی.
افغانستان په دغو سیالیو کې له قطر، عمان او اتریش لوبډلو سره په الف ډله کې لوبېږي.
ښاغلی رحماني وايي، چې دغه لوبې د روانې جنورۍ له ۲۲ تر ۲۶ پورې دوام لري.
دی وايي چې له ټول ټال شپاړسو لوبډلو به یوازې درې ټیمونه د ساحلي نړیوالو فوټبالو سیالو ته لاره ومومي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په ۱۳۲۲ هجري لمریز کې جوړ شو، چې ګڼ مینه وال یې پر ځان ورمات کړي دي.
ساحلي سیالۍ
دغو سیالیو ته ځکه ساحلي لوبې ویل شوي، چې د لوبو ډګر یې له شګو ساحل ته څېرمه وي.













