
په افغانستان کې فوټبال په تېره لسيزه کې د پام وړ پرمختگ کړى دى.
د فيفا يا د فوټبال د نړيوال فدراسيون په وروستيو درجه بنديو کې اسپانيا لا هم په اول مقام کې ځاى لري.
اسپانيا د نړيوالو اتلوليو او د اروپا د اتلوليو اتله ده.
په دويم ځاى کې جرمني او دريم ارجنتاين دى.
خو د ٢٠٧ هېوادونو په دغه کتار کې د افغانستان ځاى د پام وړ دى.
که څه هم تر تېرو هغو افغانستان يو مقام شاته شوى او اوس په ١٦٧ نمبر دى خو بيا هم تر خپلو ځينو نژدې سيالانو لوړ دى.
پاکستان په ١٨٠ او هند په ١٦٩ مقام او بنگله ديش په ١٧١ نمبر کې ځاى لري.
په درجه بنديو کې د اسيا د لويې وچې تر ټولو مخته هېواد جاپان دى چې په ٢٤ مقام کې ځاى لري.
د افغانستان په نورو گاونډيانو کې ايران په ٤٤ ، ازبکستان په ٦٩ ، ترکمنستان په ١٢٩ او تاجکستان په ١٣٧ نمبر کې ليدل کيږي.
په افغانستان کې فوټبال په تېره لسيزه کې د پام وړ پرمختگ کړى دى.
د سويلي اسيا په فوټبال اتلوليو کې افغانستان پايلوبې ته ورسېد.
د افغانستان د ښځو ملي لوبډله هم د روان کال په ترڅ کې په لومړي ځل د يوې نړيوالې رسمي لوبې د گټلو وياړ وموند.












