
د افغانستان ښځينه ملي لوبډلې په لومړي ځل په ۲۰۰۷ کال د اسلامي هېوادونو د ښځينه فوټبال په اتلولیو کې، چې اردن یې کوربه و، ګډون وکړ.
په سرېلانکا کې د جنوبي اسیا د فوټبال ښځينه اتلولیو په درشل کې د افغانستان ښځينه فوټبال لوبډلې پاکستان ته څلور په صفر ماتې ورکړه.
وړاندې افغانستان په شنبې له مالدیپ سره لوبه مساوي کړې وه، او راتلونکې چهارشنبې له نیپال سره لوبه لري.
د افغان ښځينه لوبغاړو لوبغاړې شبنم مهاجم د لوبې په اتمه دقیقه کې لومړی ګول وکړ، او په ۲۳ دقیقه کې بیا هم شبنم دویم ګول د خپل ټیم په ګټه وکړ.
هیلۍ ارغندیوال بیا د لوبې په ۵۱مه دقیقه کې درېیم ګول وکړ.
د جنوبي اسیا د ښځینه فوټبال سیالۍ په هرو دوو کالو کې یو ځل کېږي.
دوه کاله وړاندې دغه سیالۍ هندوستان ګټلې وې.
د جنوبي اسیا په ښځينه فوټبال اتلولیو کې اته ټیمونه ګډون لري.
هند د مخکنۍ دورې اتل، سرېلانکا د سږنیو سیالیو کوربه، بنګلدېش او بوتان په الف ګروپ کې دي.
افغانستان، پاکستان، مالدیپ او نيپال په بي ګروپ کې له یوبل سره لوبېږي.
دا مهال نیپال د بي ډلې په سر کې دی، افغانستان ورسره یوه لوبه مساوي کړې ده.
د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي ل وبډله په ۲۰۰۷ کال کې جوړه شوه، چې اوس ۲۲ لوبغاړې لري او روزونکی یې عبدالصبور ولي زاده دی.
په دې لوبډله کې شپږ لوبغاړې له جرمني او امریکا له دې لوبډلې سره یوځای شوې دي.
د افغانستان ښځينه ملي لوبډلې په لومړي ځل په ۲۰۰۷ کال د اسلامي هېوادونو د ښځينه فوټبال په اتلولیو کې، چې اردن یې کوربه و، ګډون وکړ.
په لومړي ځل یې سختې ماتې وخوړلې.
خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي دا ځل د سیالیو له پایلو راضي دي او هیله لري چې پایلوبې ته ځانونه ورسوي.
د افغانستان د ښځینه فوټبال پر ټیم سربېره، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ښځینه فوټبال ۲۵ نورې ډلې هم شته.












