
افغان نجونو ته غوره دا وه چې دفاع وکړي.
د سوېلي اسيا د ښځو په فوټبال لوبو کې نيپال او هند تر ټولو پياوړې لوبډلې لري.
هند د تېرو اتلوليو چې دوه کاله وړاندې شوې وې، اتله وه.
په نيمه پايلوبه کې د افغانستان له کم تجربې لوبډلې سره د هند لوبه داسې وه لکه د سړو په لوبه کې چې افغانستان له اسپانيا سره مخامخ شي.
افغان نجونو ته غوره دا وه چې دفاع وکړي. د دوى دفاع يوازې تر پنځو دقيقو دوام وکړ.
د هند کمالا ديوي چې په دغه لوبه کې يې درې گولونه وکړل لومړنى هغه په پنځمه دقيقه کې خپل کړ.
د لوبې د لومړۍ برخې تر پايه افغانستان څلور صفر ماتې خوړه.
دوېيم پړاو کې يوازينۍ هيله دا وه چې افغانان د ډېرو گولونو مخه ډب کړي.
دا هيله تر ٥٧ دقيقې پورې پاتې شوه خو تر هغه وروسته اووه گولونه وشول او په دې توگه افغان نجونو ١١ صفر وبايلله.
دوه کاله وړاندې چې افغانستان په لومړي ځل د نجونو په اتلوليو کې برخه اخيسته له نيپال څخه يې ١٣ صفر بايللې وه.
دا ځل د نيمه پايلوبو له ماتې سره هم افغان نجونې ښې وځلېدې.
دوى پاکستان ته څلور صفر ماتې ورکړه او له مالديب سره يې په يوه يوه گول سيالي مساوي کړه.
په دوېيمه نيمه پايلوبه کې سریلنکا له نيپال سره مخامخ ده خو گومان دا دى چې نيپال به يې گټي.
د نيپال اوهند ترمنځ به ښه سيالي وي خو هند پياوړې لوبډله لري.












