
د ارسنل د ښځو فوټبال لوبډله د انگلستان تر ټولو پياوړې ده
د شمالي لندن کلب ارسنل په تېرو ١٢ کلنو کې په ١١ ځل د انگلستان د ښځو د فوټبال اتلولۍ خپلې کړې.
په تېرو ١٢ کلونو کې يوازې يو ځل د شمالي لندن ارسنل کلب د انگلستان د ښځو فوټبال اتلولۍ نه دې گټلي.
د دوى وروستى برى تر وروستۍ لوبې وړاندې ممکن شو.
د ارسنل د ښځو فوټبال لوبډلې روزونکې لورا هاروي وايي:
" هر کال زموږ هدف همدا وي چې اتلولي خپله کړو، نو له دې بري سره مو يوه بله هيله پر ځاى شوه."
په دويم مبر د برمېنگهم ښار و چې د ارسنل د اتلولۍ ځنډ ته يې بايد د بريسټل کلب ته ماتې ورکړې واى خو د دوى لوبه دوه په دوهم مساوي پاى ته ورسېده او په دې توگه د لندن کلب اتل شو.
دا نهم پر له پسې کال دى چې د ارسنل د ښځو فوټبال لوبډله د انگلستان د فوټبال اتلولي گټي.
د ارسنل د ښځو فوټبال کلب تر اوسه ١٢ ځله ليگ اتلولۍ گټلي، دوه ځلې يې د ښځو سوپر ليگ کپ خپل کړى دى.
دوى د ښځو د فوټبال فدراسيون کپ ١١ ځله او ليگ کپ ١٠ ځله ترلاسه کړى دى.
د ارسنل د ښځو فوټبال لوبډلې د لويو وچو اتلولي او د اروپا د ښځو فوتبال کپ هم يو يو وار گټلى دى.
د ارسنل د سړو لوبډلې په تېرو اوو کلونو کې څه نه دي گټلي خو په دغه موده کې يې څو پايلوبې بايللې دي.
د ارسنل کلب ملاتړي په دې هيله دي چې د ښځو اتلولي به يې پر سړو هم اغېز وکړي او سږ کال به يو نه يو کپ پورته کړي.












