
د افغانستان د نجونو لوبډله تېر کال ديرش کاله وروسته تاجکستان ته لېږديدلې وه
د افغانستان د نجونو د واليبال ملي او ځوانانو لوبډلو ته د غوراوي سيالۍ پۀ پلازمينه کابل کې پيليدونکې دي. په دغو سياليو کې د شپږو کلبونو او دوو ولايتونو د نجونو د واليبال لوبډلې برخه اخلي.
واليبال په پرتيلز ډول په افغانستان کې يوه پخوانۍ لوبه ده، چې په لريو پرتو کليوالو او ښاري سيمو کې گڼ لوبغاړي او مينه وال لري، خو له څو کلونو راهيسې د نجونو واليبال هم ډير شوى دى.
يو شمېر ښوونځي ،حکومتي او ناحکومتي بنسټونه د نجونو د فوټبال لوبډلې لري، چې کله کله د يو شمېر مناسبتونو په تړاو يو له بل سره سيالۍ هم کوي.
تر دې چې نن (د ډیسمبر ۲۶مه) په کابل کې د افغانستان د نجونو د واليبال ملي او ځوانانو لوبډلو ته د غوراوي سيالۍ هم پيليدونکې دي. د افغانستان د اولمپيک ملي کوميټې بي بي سي ته وویل چې په دغو لوبو کې د شپږو کلبونو او هرات او بغلان ولايتونو د نجونو د واليبال لوبډلې برخه اخلي.
د ياد شوي بنسټ وياند مجيب الله رحماني وويل چې دا لوبې به د څلور ورځو لپاره روانې وي چې په پايله کې به يې ١٤-١٤ نجونې د دغې لوبې ملي او ځوانانو لوبډلو ته لاره پيدا کړي.
د افغانستان د نجونو لوبډله تېر کال ديرش کاله وروسته تاجکستان ته لېږديدلې وه او د هغه هېواد د نجونو د واليبال له ملي لوبډلې سره يې دوستانه سيالۍ کړې وې.
اړوند چارواکي وايي که د نجونو د واليبال اوسنۍ پرمختيا روانه پاتې شي، په وينا يې لرې نه ده چې د افغانستان د واليبال ملي لوبډله هم له نړيوالو لوبو وياړونه راولېږدوي.
په افغانستان کې د واليبال فدراسيون شاوخوا اته څلويښت کاله مخکې جوړ شوې او د چارواکو په وينا دا لوبه وسمهال د دغه هېواد په يو ديرش ولايتونو کې سلگونه زره لوبغاړي لري.












