د کابل بي بي مهرو لېسې د نجونو والیبال سیالي وګټله

د اداري فساد پر ضد د مبارزې كپ اتلولي د كابل ښار بي بي مهرو لېسې وګټله. دا لوبې له نژدې یوې میاشتې راهیسې روانې وې.

د اداري فساد پر ضد د مبارزې كپ سيالۍ چې له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د كابل ښار د لېسو ترمنځ پيل شوې وې د واليبال په برخه كې نن د بي بي مهرو لېسې له خوا د كپ په ګټلو پاى ته ورسېدې.
د عکس تشریح، د اداري فساد پر ضد د مبارزې كپ سيالۍ چې له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د كابل ښار د لېسو ترمنځ پيل شوې وې د واليبال په برخه كې نن د بي بي مهرو لېسې له خوا د كپ په ګټلو پاى ته ورسېدې.
په هغه په زړه پورې لوبه كې چې نن (سه شنبه/ جون ۱۹) د كابل ښار د سوريا په لېسه كې د كوربه لوبډلې سوريا او بي بي مهرو ترمنځ وشوه بي بي مهرو لوبډلې وكولاى شول درې د صفر پر وړاندې سوريا ته په ماتې وركولو سره د روانو سياليو اتلولي خپله كړي.
د عکس تشریح، په هغه په زړه پورې لوبه كې چې نن (سه شنبه/ جون ۱۹) د كابل ښار د سوريا په لېسه كې د كوربه لوبډلې سوريا او بي بي مهرو ترمنځ وشوه بي بي مهرو لوبډلې وكولاى شول درې د صفر پر وړاندې سوريا ته په ماتې وركولو سره د روانو سياليو اتلولي خپله كړي.
دغې سيالۍ ته د كابل ښار د پوهنې مشر نجيب الله كامران هم راغلى و، نوموړي په خپلو خبرو كې وويل، دا ډول لوبې د زده كوونكو په روحيه ښه اغېزه كوي او د دغو لوبو لپاره چې كومه موخه ټاكل شوې وه هغه ترلاسه شوه.
د عکس تشریح، دغې سيالۍ ته د كابل ښار د پوهنې مشر نجيب الله كامران هم راغلى و، نوموړي په خپلو خبرو كې وويل، دا ډول لوبې د زده كوونكو په روحيه ښه اغېزه كوي او د دغو لوبو لپاره چې كومه موخه ټاكل شوې وه هغه ترلاسه شوه.
د دغو لوبو دوه غوره لوبغاړې هم وټاكل شوې چې يوه حسينا د ام البنين او بله تكړه لوبغاړې برېښنا شېرزۍ وه چې په بي بي مهرو كې لوبيږي، دغو دوو لوبغاړو هم د ښې لوبغاړې كپونه ترلاسه كړل.
د عکس تشریح، د دغو لوبو دوه غوره لوبغاړې هم وټاكل شوې چې يوه حسينا د ام البنين او بله تكړه لوبغاړې برېښنا شېرزۍ وه چې په بي بي مهرو كې لوبيږي، دغو دوو لوبغاړو هم د ښې لوبغاړې كپونه ترلاسه كړل.
د دغو سياليو په لړ كې اتلولي بي بي مهرو نيمه اتلولي سوريا، درېيم مقام رابيا او څلورم مقام د ام البنين لېسو خپل كړل.
د عکس تشریح، د دغو سياليو په لړ كې اتلولي بي بي مهرو نيمه اتلولي سوريا، درېيم مقام رابيا او څلورم مقام د ام البنين لېسو خپل كړل.
د پايلوبې په مراسمو كې د سرو، سپينو او برونسو ميډالونو ترڅنګ لوبغاړو ته سپورتي وسايل، ستاينليكونه او په څنګ كې يې يو شمېر ښوونكې هم په ستاينليكونو ونمانځل شوې.
د عکس تشریح، د پايلوبې په مراسمو كې د سرو، سپينو او برونسو ميډالونو ترڅنګ لوبغاړو ته سپورتي وسايل، ستاينليكونه او په څنګ كې يې يو شمېر ښوونكې هم په ستاينليكونو ونمانځل شوې.
د دغو لوبو په لاره اچوونكې موسسه د سولې او ترقۍ موسسه وه چې د USAID مالي ملاتړ ورسره و.
د عکس تشریح، د دغو لوبو په لاره اچوونكې موسسه د سولې او ترقۍ موسسه وه چې د USAID مالي ملاتړ ورسره و.
د دغې موسسې د عدالت غوښتنې مشر معراج الدين حقمل د پايلوبې په مراسمو كې وويل، د واليبال په برخه كې نجونو كپ ترلاسه كړ او د هلكانو ترمنځ د فوټبال كپ سياليو نيمه پايلوبې به هم په نژدې راتلونكي كې وشي.
د عکس تشریح، د دغې موسسې د عدالت غوښتنې مشر معراج الدين حقمل د پايلوبې په مراسمو كې وويل، د واليبال په برخه كې نجونو كپ ترلاسه كړ او د هلكانو ترمنځ د فوټبال كپ سياليو نيمه پايلوبې به هم په نژدې راتلونكي كې وشي.
نوموړي زياتوي، په پام كې لري په راتلونكي كې هم د كابل ښار د ښوونځيو ترمنځ ورته ټورنمېنټونه په لاره واچوي.
د عکس تشریح، نوموړي زياتوي، په پام كې لري په راتلونكي كې هم د كابل ښار د ښوونځيو ترمنځ ورته ټورنمېنټونه په لاره واچوي.
نوموړى وايي، په راتلونكي كې په پام كې لري د كرېكټ او بايسكټبال په برخو كې سيالۍ په لاره واچوي چې د نجونو لپاره به د بايسكټبال برخه او د هلكانو لپاره به د كرېكټ په برخه كې وي.
د عکس تشریح، نوموړى وايي، په راتلونكي كې په پام كې لري د كرېكټ او بايسكټبال په برخو كې سيالۍ په لاره واچوي چې د نجونو لپاره به د بايسكټبال برخه او د هلكانو لپاره به د كرېكټ په برخه كې وي.