کرېکټ شپږیزه لیګ؛ څلور بهرني لوبغاړي منل شوي او دا ځل اته لوبډلې دي

کرېکټ بورډ

د عکس سرچینه، ACB

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان کرېکټ بورډ اداره وايي چې د شپږیزه لیګ اتم پړاو لوبو ته یې چمتوالی روان دی او تر اوسه د دغه کورني کرېکټ لیګ لپاره څلور بهرني لوبغاړي هم منل شوي دي.

د کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخې دوه پاکستاني لوبغاړي افتخار احمد او میر حمزه به د مېس عینک لوبډله کې لوبېږي.

همدا راز د خیبر پښتونخوا اصف اپریدی په سپين غر لوبډله کې منل شوی او د عمان کرېکټ لوبغاړی بلال خان به د امو لوبډلې له لوري لوبه کوي.

ټاکل شوې دغه سیالۍ د روانې میلادي میاشتې جولايي پر ۱۸ نېټه د کابل په کرېکټ نړېوال لوبغالي کې پيل شي.

د شپږیزه لیګ مشر شېراغا همکار وايي، چې د لوبو لپاره چمتوالی روان دی:

"لوبې د جولايي پر اتلسمه پيلېږي. چمتوالی ډېر ښه روان دی، پخپله نېټه به ترسره کېږي. د لوبډلو، میدان او ټولې اړوند چارې بشپړ شوې دي".

دا ځل په دغو لوبو کې ۸ لوبډلې ګډون کوي او ټول ټال به ۳۲ لوبې سره کوي.

بند امیر ښاماران، د بست ساتونکي، مېس عینک اتلان، پامیر زلمي، کابل بازان، امو نهنګان، سپين غر زمریان او هندوکش ستوري هغه لوبډلې دي چې د کرېکټ شپږیز لیګ اتم پړاو سیالیو کې به د اتلانو جام ګټلو لپاره سیالۍ سره کوي.

پامیر زلمي او هندوکش ستوري دوه هغه لوبډلې دي چې تازه په دغه لیګ کې شاملې شوې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د یادولو ده چې د دغو لوبډلو ځینې لوبډلمشران د افغانستان د ملي‌ لوبډلې غړي دي چې له ډلې یې حمید حسن، حضرت الله ځاځی او شبیر نوري یادېدلی شي.

حضرت ځاځی چې د هندوکش ستوري لوبډلې مشر دی وايي، چې څه باندې میاشتې راهیسې یې په کابل کې لوبغاړو سره تمرینونه وکړل چې له منځه یې ځینې وټاکي.

ښاغلی ځاځی زیاتوي، "له ځوانانو مو ټرېل واخیست. ځینو لیاقت درلود چې موږ سره په کمپ کې پاتې شي خو ځینې داسې وو چې هغوی لا ډېرې خوارۍ ته اړتیا درلوده چې په راتلونکي کې ځانونه دغو سیالیو ته جوړ کړي".

حضرت ځاځی خپلې لوبډلې ته هیله من دی چې ښې لوبې به وکړي او همدا راز وايي چې د ملي لوبډلې مشرانو لوبغاړو سره د سیالیو تر سره کول به په دغه لیګ کې ځينو نویو لوبېدونکو لوبغاړو ته ښې تجربې ورکړي.

تېرکال شپږیزه لیګ سیالۍ ونه شوې خو وړم کال له کورونا سره سره وشوې

کرېکټ بورډ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، کابل بازان او مېس عېنک لوبډلې پایلوبې ته سره وتلې وې خو کابل بازان لوبډلې د دغو سیالیو مخېکنۍ اتله لوبډله مېس عېنک ماته کړه او اتلولي یې ترې خپله کړه.

تېر کال (۲۰۲۱) کې هم د دغه لیګ د اتم پړاو سیالیو لپاره اته لوبډلې ټاکل شوې او چمتوالی نیول شوی و.

په پام کې وه چې د سپتمبر میاشتې پر لسمه نېټه پیل او تر ۲۵ نېټې دوام وکړي. د جمهوري نظام تر سقوط شاوخوا میاشت مخکې.

خو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له کبله دا لوبې ترسره نه شوې.

تر هغې وړاندې په ۲۰۲۰ کې هم د شپږیزه لیګ سیالۍ د کورونا وبا تر یوه بریده اغېزمنې کړې وې چې له کبله یې هېڅ بهرني لوبغاړي ګډون پکې ونه کړ او د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځینې خپل لوبغاړي هم ونه توانېدل چې د دغه لیګ په اووم پړاو سیالیو کې ګډون وکړي.

په هغه کال تر ډېره نویو لوبغاړو ته فرصت برابر شوی و چې په دغو لوبو کې ځانونه ثابت کړي چې ځینو ثابت هم کړل او ملي لوبډلې ته راوړاندې شول.

وړم کال د کورونا وبا د خپرېدو له وېرې د نورو چارو غوندې تر ډېره ورزشي فعالیتونه هم ټکني شوي وو خو د شپږیزې لیګ سیالۍ تر سره شوې او ګڼو نندارچیانو ګډون پکې وکړ.

دا لوبې چې د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر پر شپږمه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۶ یې دوام وکړ، شپږو لوبډلو ګډون پکې کړی و.

په دغو سیالیو کې کابل بازان او مېس عېنک لوبډلې پایلوبې ته سره وتلې وې خو کابل بازان لوبډلې د دغو سیالیو مخېکنۍ اتله لوبډله مېس عېنک ماته کړه او اتلولي یې ترې خپله کړه.

لوبې به پر ملي سپورټ ټلویزون خپرېږي

کرېکټ بورډ

د عکس سرچینه، ACB

د یادولو ده چې دغه لوبې به ۱۹ ورځې روانې وي چې د جولايي له اتلسمې پیل او د اګست میاشتې تر پنځمې نېټې به روانې وي.

د کرېکټ بورډ مسولان وايي چې د لوبو د خپرولو په برخه کې یې له ملي سپورټ ټلویزون سره هوکړه کړې چې دا لوبې به په ژوندۍ بڼه خپروي.

د دغه بورډ مسولان همدا راز زیاتوي چې د مالي ملاتړ په برخه کې یې د یوې هوکړې له مخې د تېر اووم پړاو په څېر بیا هم د دغه لیګ د عمومي ملات کوونکي حقوق اتصالات مخابراتي شرکت ته ورکړي دي.‌

کرېکټ بورډ له خلکو هیله کړې چې د دغو سیالیو کتو ته ورشي او له نژدې یې وګوري.

شپږیزه کریکټ لیګ د افغانستان کرېکټ بورډ په ۲۰۱۳ کې رامنځ ته کړ او لومړی ځل دغه کورنۍ سیالۍ د شپږیزه کریکټ ټورنمنټ په نوم د پنځو لوبډلو تر منځ ترسره شوې. چې لومړۍ اتلولي هم سپين غر زمریان لوبډلې خپله کړې وه.