کرېکټ: افغانستان او اسټرالیا په نومبر کې ټېسټ لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې افغان ملي لوبډله به د روان ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې د اسټرالیا له کرېکټ ملي لوبډلې سره یوه ټېسټ لوبه کوي.‌ د کرېکټ بورډ په اعلامیه کې راغلي چې دا لوبه د نومبر پر ۲۱مه نېټه د اسټرالیا په پېرت ښار کې پیلېږي.‌

که څه هم د ټېسټ‌ کرېکټ ډېری لوبې د ورځې لخوا ترسره کېږي، خو د افغان کرېکټ بورډ اعلامیه کې دا لوبه شپه ورځنۍ یا (ډې نایټ) یاده شوې ده.

دا مهال په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس وبا له کبله هر ډول لوبې او سیالۍ په ټپه ولاړې دي.

خو د افغان کرېکټ بورډ اجرائیه مشر لطف الله ستانکزي هیله څرګنده کړې چې تر نومبر میاشتې به د کورونا وېروس وبا له منځه تللې وي او د افغاننستان او اسټرالیا دا لوبه به شونې وي.

ښاغلي ستانکزي‌ ویلي:" د اسټرالیا لوبډله ډېره پیاوړې لوبډله ده، خو زموږ لوبډله به هم دغې سیالۍ ته بشپړ چمتووالي ولري او دغه لوبه به زموږ د لوبډلې لپاره یوه ښه تجربه واوسي".

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تر دې دمه ټولټال څلور ټېسټ لوبې ترسره کړې دي.‌

په دې څلورو لوبو کې افغان لوبډلې بنګله دېش او ایرلنډ ته ماتې ورکړې،‌ خو د هند او وېسټ انډیز سره یې ټېسټ لوبې بایللې وې.

د افغانستان د کرېکټ مینه وال ډېری وخت دا ګیله کوي‌ چې ملي لوبډله د نړۍ له نورو پیاوړو لوبډلو سره ډېرې لوبې نه کوي.‌

د کرېکټ شنونکي هم په دې باور دي چې د یوې لوبډلې د پیاوړتیا او تجربې لپاره اړینه ده چې د نړۍ له پیاوړو لوبډلو سره په کافي اندازه لوبې وکړي.‌

له همدې کبله د اسټرالیا په څېر یوې پخوانۍ او پیاوړې لوبډلې سره ټېسټ لوبه کول د افغانستان کرېکټ لوبډلې او د افغان کرېکټ مینه والو لپاره یو ښه زیری دی.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې د نړۍ یوه پیاوړې لوبډله بلل کېږي،‌ خو په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې لا هغسې نه ده ځلېدلې.