تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان ۱۰۰ کلنې خپلواکۍ په ویاړ کرېکټ لوبه
د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ په کابل کې د کرېکټ ملي لوبډلې د غړو ترمنځ شل اوریزه لوبه ترسره شوه، چې د افغان اتلانو لوبډلې مشري د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې اوسني کپتان راشد خان کوله او د افغانان ځوانانو لوبډلې مشري هم د پخواني کپتان ګلبدین نایب په غاړه وه.
افغان ځوانانو لوبډلې پچه وکټله او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې وکړې، چې له ډلې يې ګلبدین نایب ۵۴، احسان الله جنت او حشمت الله شهيدي هر يوه ۴۵-۴۵ منډې وکړې. لوبه د افغان ځوانانو لوبډلې د ۴۰ منډو په توپیر وګټله.
ټول عکسونه د بي بي سي دي