تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ نړیوال جام: انګلنډ نیمه پایلوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه
د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د کوربه هېواد انګلنډ اسټرالیا ته په ۸ وېکټو ماتې ورکړه. انګلنډ د اسټرالیا لخوا د ۲۲۴ منډو ټاکل شوی هدف په ۳۲ اورونو کې ترلاسه کړ. اوس به د دې سیالیو په پایلوبه کې د یکشنبې پر ورځ انګلنډ له نیو زیلنډ سره د لندن په لارډز میدان کې مخامخ کېږي.
د لوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې ټوله لوبډله په ۴۹م اوور کې په ۲۲۳ منډو وسوځېدله.
د تېرو لوبو برعکس نن د اسټرالیا د توپوهنې پیل ښه نه و او کپتان فنچ په دویم اوور کې په صفر وسوځېد. د ده ملګری وارنر هم ډېر پاتې نشو او یوازې یې ۹ منډې وکړای شوې.
په شپږم اوو کې هنډزکومب هم د ووکس په توپ په ۴ منډو وسوځېد او د اسټرالیا توپوهونکي تر فشار لاندې راغلل.
خو له دوی وروسته سمېت او کري پر وېکټه ودرېدل او د ۱۰۳ منډو مهمه ملګرتیا یې وکړه. له دې سره د اسټرالیا پاڼۍ کې ساه پیدا شوه.
خو کري په ۴۶ منډو وسوځېد او ورپسې سټونس هم په صفر اوټ شو. سمېت تر وروستیو اورونو پر وېکټه ولاړ و او ۸۵ منډې یې جوړې کړې.
په پای کې د اسټرالیا ټوله لوبډله په ۴۹م اوور کې په ۲۲۳ منډو وسوځېده. د اسټرلیا لخوا نه سمېت تر ټولو ډېرې ۸۵ مندې وکړې.
د انګلنډ لپاره ووکس او راشد هر یوه درې وېکتې واخیستې.
د انګلنډ د توپوهنې پیل عالي و او جېسن رای او جوني بېرسټو د لومړۍ وېکټې لپاره د ۱۲۴ منډو چټکه ملګرتیا وکړه.
اوولسم اوور کې د انګلنډ لومړۍ وېکټه وغورځېده چې جوني بییرسټو د ۳۴ منډو له تر لاسه کولو وروسته د میچل سټارک په توپ وسوځېد.
جېسن رای د ۵۰ توپونو له لوبولو وروسته نیمه سلیزه بشپړه کړي، نوموړی د نهو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته د ۸۵ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.
دی د لوبڅار دهرما سینا له پرېکړې راضي نه ښکاریده او له ده مخکې یې ملګري لوبغاړي بيیر سټو د ریویو یا بیا کتنې حق هم استعمال کړی و.
خو په پای کې انګلنډ وتوانېد چې په ۳۳م اوور کې ټاکل شوی هدف یوازې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او د نړیوال جام پایلوبې ته یې لار ومونده.
اوس به د یکشنبې پر ورځ انګلنډ په پایلوبه کې له نیو زیلنډ سره مخامخ کېږي. پایلوبه به د لندن په مشهور لارډز لوبغالي کې ترسره کېږي.
انګلنډ وروستی ځل په ۱۹۹۲ کال کې د کرېکټ نړیوال جام پایلوبې ته وتلې و او پاکستان ته یې بایللې وه. نیو زیلنډ په تېر نړیوال جام کې چې په ۲۰۱۵ کال کې شوی و پایلوبې ته رسېدلی و، خو اسټرالیا ته یې پایلوبه بایللې وه.
دا به لومړی ځل وي چې انګلنډ او نیو زیلنډ د نړیوال جام په پایلوبه کې سره مخامخ کېږي.
د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې چې د برتانیا مانچسټر کې د جون لسمه چارشنبه وشوه، نیوزیلنډ هند ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه. د دغې لوبې پچه نیوزی ګټلې وه او هند ته یې د ۲۴۰ منډو هدف ټاکلی و.