تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خلیلزاد: که طالبان سوله نه کوي امریکا هم ور سره جنګېږي
دا افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هیله لري، چې له طالبانو سره سوله وشي، خو زیاتوي، که طالبان جنګ ته ادامه ورکوي متحده ایالتونه به د افغان حکومت ترڅنګ له طالبانو سره وجنګېږي.
نوموړي پرون پلازمېنه کابل کې له افغان چارواکو سره تر لیدنې وروسته د امریکا سفارت کې خبریالانو ته وکړې.
د خلیلزاد تر څرګندونو یوه ورځ مخکې وسلوالو طالبانو د جنورۍ پر ۱۵ اعلامیه کې وویل، چې که د امریکا حکومت په افغانستان کې د سولې په تړاو خپله تګلاره سمه نه کړي او بېرته هغې اجنډا ته رانه شي چې د دوی په خبره په اړه یې هوکړه شوې وه، دوی به له امریکایانو سره د سولې هر ډول خبرې وځنډوي.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، امریکایانو ورسره ژمنه کړې وه چې د سولې په راتلونکو خبرو کې به پر دوو موضوعاتو خبرې کېږي، لومړۍ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او دویم د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارېدل.
طالبانو پر امریکا تور لګولی چې اوس له دې اجنډا اوښتې او د خبرو په بهیر کې نور موضوعات ور ګډوي
ټاکلې وه د جنورۍ ۱۶ او ۱۷ طالبانو او امریکايي پلاوی سره وګوري، خو دا ناسته هم د تېرې اونۍ په څېر وځنډېده.
خو زلمي خلیلزاد خبریالانو ته دا هم وویل په ټول کې هیله من دی چې نږدې راتلونکي کې به د سولې هڅې مثبتې پایلي ولري.
نوموړی له نږدې دریو میاشتو راهیسې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی ګومارل شوی او له هغه راهیسې څو ځلې سیمې ته په سفر کې له پر افغان چارواکو سربېره قطر کې له طالب استازو او د سیمې هېوادونو له چارواکو سره لیدلي دي.
خو وسلوالو طالبانو د زلمي خلیلزاد دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې نوموړی د افغان حکومت که ولسمشر ټرمپ استازی دی.
طالبانو خپله وېبپاڼه کې د زلمي خلیلزاد وروستی دریځ د دوی په باور د جګړې د دوام په مانا بللی دی.
د دوی په خبره، د ښاغلي خلیلزاد دا دریځ د ډونلډ ټرمپ د هغه دریځ استازي نه کوي چې وايي، افغان جګړې بې ګټې او نه ګټل کېږي.
دوی په خلیلزاد تور لګولی چې د افغان حکومت په استازۍ خبرې کوي.