تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ دریمه شل اوره لوبه
- Author, عنایت الحق یاسیني
- دنده, بي بي سي، شمالي ایرلنډ
افغانستان له وړاندې په دوو لوبو کې پرله پسې بریاوو سره د شل اوره لوبو دا لړۍ ګټلې ده.
افغانستان په لومړنۍ لوبه کې په ۱۶ او په دویمه کې ۸۱ منډو توپیر سره بری ترلاسه کړی.
د شمالي ایرلینډ په بریډي کرېکټ کلب کې د دې لړۍ یا سیریز له پیل مخکې د ایرلیند د کرېکټ ټیم کپتان ګیري ولسن ویلي و:
"دا چې لوبې زموږ په خپلو میدانونو کې کېږي له موږ سره په بري کې ډېره مرسته کوي".
خو تراوسه د لوبې پیچونه د ایرلینډ د لوبډلې په ګټه نه دي تمام شوي.
سیریز کې بشپړې ماتې یا د کرېکټ په اصطلاح د وایټ واش د مخنیوي لپاره به ایرلینډ نن پوره هڅه کوي چې دا دریمه او وروستۍ لوبه وګټي.
خو د افغانستان د کرېکټ ټیم لوبغاړي عثمان غني راته وویل، دوی به د دریمې شل اوره لوبې د ګټلو پوره هڅه کوي:
"چې په دې ډول د شل اوره لوبو راتلونکي نړیوال جام ته چې استرالیا کې کیدونکی دی په مخامخ ډول لاره پیدا کړو".
په لومړنیو دوو لوبو کې د افغانستان له لوري حضرت الله ځاځي ۷۴ او ۸۲ منډو جوړولو سره تر دې دمه سیریز کې تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی دی.
راشد خان هم په ټولیز ډول دوو لوبو کې د اوو لوبغاړو سوځولو سره تر ټولو زیاتې وکټې اخیستې دي.
له شل اوره سیریز وروسته د افغانستان او ایرلیند لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم اعلان شوې ده چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د شمالي ایرلینډ په بیلفاسټ ښار کې پیلیږي.