تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د کرېکټ فرسټ کلاس سيالۍ پيل شوې
- Author, ملایکه احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا د دویم ځل لپاره د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنۍ لوبې پیل شوې. دغه سیالۍ به شاوخوا دوې میاشتې دوام کوي او لومړۍ لوبه یې په ننګرهار کې د سپین غر او کابل زون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
په دې کې د افغانستان د کرېکټ د الف لوبډلې، د ۱۹ کلنو لوبډلې او د ملي ټیم لوبغاړي لوبېږي.
د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، له نړیوالو سیاليو وروسته دغه لوبې د لوبغاړو لپاره ډېرې ګټورې دي. دغه لوبې، چې تېر ځل د پنځو زونونو ترمنځ وې- سږ کال د شپږو زونونو ترمنځ ترسره کېږي.
په کور دننه فرسټ کلاس لوبې په نړیوال کرېکټ کې د ودې لپاره اړینې ګڼل کېږي. د کرېکټ له اصولو سره سم هغه څلور ورځنۍ لوبې چې په نړیواله کچه تر سره کېږي، ټېسټ لوبې یې بولي، خو که په همدغه چوکاټ کې په کوردننه تر سره شي، فرسټ کلاس کرېکټ لوبې ورته وايي.
په افغانستان کې لومړی ځل د کرېکټ نړیوالې شورا تر نېغې څارنې لاندې د لومړۍ درجې یا څلور ورځنيو کرېکټ لوبو سیالۍ تېر کال وروستیو کې پیل شوې وط.
هغه سیالۍ د افغانستان د پنځو زونونو تر منځ، په کابل، ننګرهار او خوست ولایتونو کې تر سره شوې.