تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۲۰۱۹ کال نړیوالو اتلولیو لپاره د غوراوي لوبو مهال وېش اعلان شو
د ۲۰۱۹ کال کرېکټ نړیوالو اتلولیو د غوراوي لپاره مهال وېش اعلان شوی او داسې ښکاري چې افغانستان ظاهرآ په ښه ګروپ کې دی.
د ۱۰ هېوادونو په دغو سیالیو کې یوازې دوه د ۲۰۱۹ کال نړیوالو اتلولیو ته لار موندلی شي.
د غوراوي په سیالیو کې به د مارچ له څلورمې نېټې تر ۲۵ پورې ټول ټال ۳۵ لوبې کېږي، پایلوبې ته رسېدونکې دوه لوبډلې به یې په نړیوالو اتلولیو کې د لوبېدو حق مومي.
په الف ګروپ کې وېسټ انډیز، ایرلنډ، هالنډ، پاپونیوګینې او د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویم ډویژن ګټونکی هېواد راځي چې تر اوسه څرګند نه دی.
په بي ګروپ کې زمبابوې، افغانستان، سکاټلنډ، هانګ کانګ او د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویم ډویژن د پایلوبې بایلونکی راځي.
هره لوبډله به په خپل ګروپ کې له یو بل سره یوه لوبه کوي.
د هر ګروپ درې د سر لوبډلې به دویم پړاو ته لار مومي. هلته به د مقابل ګروپ له درو لوبډلو سره بخت ازمويي.
په لومړي پړاو کې د سیالو لوبډلو په وړاندې د بري پواینټونه هم دویم پړاو ته لوبډلې له ځان سره وړي.
د دویم پړاو په پای کې تر ټولو وړاندې دوه لوبډلې پایلوبې ته لار مومي چې هغوی بیا نړیوالو اتلولیو کې د ګډون حق خپلوي.
د ۲۰۱۹ کال د نړیوالو اتلولیو لپاره ټول ټال ۸۳ هېوادونو ان له ۲۰۱۳ کال راهیسې بخت ازمویه.
افغانستان به خپله لومړنۍ لوبه د مارچ په څلورمه نېټه له سکاټلنډ سره او دوه ورځې وروسته له زمبابوې سره مخامخېږي.
د ۲۰۱۵ کال په نړیوالو اتلولیو کې افغانستان په لومړي ځل برخه اخیستې وه او هلته یې له سکاټلنډ څخه یوه لوبه هم ګټلې وه. خو د غوراوي په دغو سیالیو کې ویسټ انډیز، زمبابوې او ایرلڼد ښايي لوی سرخوږی ورته جوړ کړي.
ویسټ انډیز دوه ځله د کرېکټ د نړیوالو یو ورځنیو اتلولیو اتلولي ګټلې ده.