محمد صلاح ته د بي بي سي د۲۰۱۷ کال غوره لوبغاړی جایزه

محمد صلاح

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، محمد صلاح تر اوسه خپلې لوبډلې ته ۱۳ ګوله کړي

مصري او د لیورپول فوټبال لوبغاړي محمد صلاح ته د ۲۰۱۷ کال لپاره د بي بي سي د غوره افریقايي لوبغاړي جایزه ورکړل شوې ده.

صلاح د ګابون تر پییر امریک اوباماینګ او د ګیني تر نابي کیتا، سنیګالي سادیو ماني او نایجریايي ویکتور موزیس مخکې شوی دی.

۲۵ کلن صلاح د بي بي سي سپورتي برخې ته ویلي: "ددې جایزې په ګټلو ډېر زیات خوښ یم."

دی زیاتوي: "د جایزې ګتل تل یو ډول ځانګړی احساس سړي ته ورکوي. سړی داسې انګیري چې په کال کې یې یو غوره کار کړی، نو زه زښت زیات خوشحاله یم. غواړم راتلونکی کال هم دا جایزه وګټم."

محمد صلاح تر اوسه ۱۳ ګوله کړي، چې خپل هېواد او لوبډلې ته یې لویې لاسته راوړنې بلل شوې دي.

وړاندې صلاح - چې چټک فوټبال برید کوونکی ګڼل کېږي، د فرعونیانو لوبډله له ۱۹۹۰ کال راهیسې په لومړي ځل د اوو ګولونو په کولو سره بریا ته رسولې ده.

صلاح درېیم مصری لوبغاړی دی چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې د بي بي سي د غوره لوبغاړي جایزه ګټي. دی وايي: "غواړم تر ټولو غوره افریقايي لوبغاړی شم، همدا ده چې په جدیت او بې ستړیا هڅه کوم."

نوموړی زیاتوي: "غواړم خپله لار تعقیب کړم او له ټولو مصریانو هم غواړم زما لار ونیسي".

هغه بي بي سي ته ویلي: "غواړم لیورپول کې له خپلو ملګرو مننه وکړم."

تر صلاح وړاندې په ۲۰۰۵ کال مصری لوبغاړی محمد برکات او بیا وروسته په ۲۰۰۸ کال محمد ابو تریکه د بي بي سي د غوره افریقايي لوبغاړو جایزې ګټلې وې.