کندهار کې د کرېکټ معیاري لوبغالی جوړ شو

- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي کندهار
د افغانستان په سوېل کندهار کې پر شل جریبه ځمکه د کرېکټ معیاري لوبغالی جوړ او ګټنې اخیستې ته چمتو شوی دی.
دغه لوبغالی د کندهار په عینو مينه کې دی، په جوړولو یې ۷۰۰ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی چې د هندوستان هېواد له خوا ور کړل شوی دی.
دا په کندهار لومړنی خو د افغانستان په کچه د کرېکټ له درېوو لویو معیاري لوبغالو څخه یو دی.
د دغه لوبغالي لپاره د عینو مېنې له خوا ۴۰ جریبه ځمکه په واک کې ورکول شوې ده.
په دغو لوبغالي کې د لوبغاړو لپاره کوچنی ناستځی (پویلین) او په یوه څنډه کې د ننداره کوونکو لپاره سیمټي څوکۍ جوړې شوي، خو په نورو درېوو خواوو کې یې د ناستې ځای په پام کې نه دی نیول شوی.
په کندهار کې د کرېکټ ادارې مشر مسعود رحماني وایي، د لوبغالي بنسټ د راتلونکي پر مختیایې پلان په نظر کې نیولو سره اېښودل شوی دی.

ښاغلي رحماني تمه ښيي چې پر دغه لوبغالي به هر کال د افغانستان د کرېکټ بورډ ا دارې له خوا پرمختیایې پروژې پلي شي.
په پیل کې ویل کېدل چې هندوستان به پر دغه لوبغالي څه باندې یو میلیون امریکایې ډالره ولګوي، خو د پروژې ځنډ او نورو ستونزو دغه لګښت ۷۰۰ زره ډالرو ته راټیټ کړی دی.
په کندهار کي د نوي لوبغالي له جوړېدو سره سم په دغه ولایت کې د کرېکټ د لسو غوره لوبډلو تر منځ سیالۍ هم پیل شوې دي.

د کرېکټ بورډ چارواکي وایې ، دغه سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي او ګټونکي لوبډله به د یوه کلب په څیر د زون په کچه له نورو ولایتونو سره سیالۍ ترسره کړي .
که څه هم په کندهار د کرېکټ لوبي سره مینه بې سارې ده، خو په دغه ولایت کي لا هم د دغه لوبي د زده کړې اکاډمۍ او روزونکي نه شته.












