کرېکټ: انټرکانټینینټل سیالیو ته چمتووالی

کرېکټ ملي لوبډلې د انټرکانټینینټل سیالیو لپاره چمتو والي روزنیز کمپ پیل کړ. افغان لوبډله به دغو سیالیو کې له هانګ کانګ او متحدو عربي اماراتو سره مخامخ شي.

هانګ کانګ سره به د ملي لوبډلې څلور ورځنۍ سیالي د اکتوبر په ۲۰ پیلېږي. له متحدو عربي اماراتو سره به د افغان کرېکټ ملي لوبډلې سیالۍ د نومبر میاشتې له ۲۷ نېټې تر ۳۰ پورې روانې وي. متحدو عربي اماراتو کې به د افغانستان دغه لوبه په انټر کانټیننټل جام سیالیو کې وروستۍ هغه وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دغو سیالیو ته د چمتووالي په موخه ۲۹ افغان لوبغاړي هند ته تللي او هلته د ډیلي ګرېټر نواډا لوبغالي کې یوه تمریناتي کمپ کې برخه اخلي.

د کرېکټ بورډ اعلامیه کې ویل شوي، چې د دغو تمریناتو یو هدف د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو ته چمتووالی هم دی.

بل لور ته د ۱۹ کلنو افغان ملي لوبډله د پنځو یوه ورځنیو سیالیو لپاره دا مهال بنګله دېش کې ده. د ۱۹ کلنو لوبډله به له خپلو بنګله دېشي سیالانو سره پنځه یوه ورځنۍ سیالۍ وکړي.

تېره اونۍ د افغانستان ډومیسټیک کرېکټ مهمې سیالۍ 'شپیزه ' په بریالیتوب سره پای ته ورسېده، چې پایلوبه کې یې بند امیر لوبډلې، میس عینک لوبډلې ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۴ منډو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.