تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شپږېزه: راشد خان خپله لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسوله
د شپږیزه لیګ ۱۴مه لوبه د بند امیر او امو نهنګانو لوبډلو تر منځ وشوه، بندامیر وتوانېده خپلې سیالې لوبډلې ته په نهو وېکټو ماتې ورکړي.
که بند امیر لوبډلې ۱۴مه او راتلونکې ۱۵مه لوبه چې له کابلبازانو سره یې لري، بایللې وای، دویم پړاو ته د تلو چانس یې له لاسه ور کاوه، خو په ۱۴مه لوبه کې د امونهنګانو لوبډلې په ماتولو سره یې دویم پړاو ته تګ یقیني شو.
په ۱۴ لوبه کې لومړۍ توپوهنه امو نهنګانو لوبډلې وکړه چې په ۱۹ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو بند امیر لوبډلې ته ۱۰۳ منډو هدف ورکړ.
بند امیر لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۲م اور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو پوره او دویم پړاو ته یې لار ومونده.
د شپږیزه لیګ سیالیو په لومړي پړاو کې د شپږ لوبډلو تر منځ ټولټال ۱۵ لوبې تر سره کېږي چې وروستۍ هغه به یې سبا دوشنه د سپټمبر په ۱۸مه د کابلبازانو او بند امیر لوبډلو ترمنځ وشي.
د دوشنبې ورځې لوبې ګټونکې اوبایلونکې دواړو لوبډلو دویم پړاو ته لار موندلې ده.
پر امو نهنګانو سربېره سپین غر بازانو لوبډلې هم دویم پړاو ته د تګ چانس له لاسه ور کړی دی.
په دویم پړاو کې به کابلبازان، میس عینک، بوست ساتونکي، بند امیر لوبډلې پخپلو کې لوبه وکړي چې له منځه به یې د شپږیزې د پنځم پړاو اتله لوبډله هم غوره شي.