کرېکټ: افغانستان د بشپړ غړیتوب غوښتنه کړې

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، د کرېکټ نړیوالې شورا ته یې د بشپړ غړیتوب د دریځ لپاره غوښتنلیک استولی دی. چارواکي وايي، د افغانستان کرېکټ بورډ د کرېکټ نړیوالې شورا ته د بشپړ غړیتوب د دریځ لپاره بشپړ اسناد لېږلي.

د افغان کرېکټ بورډ ویاند محمد فرید هوتک وايي، د افغانستان کرکټ بورډ نن د کرېکټ نړیوالې شورا ته د بشپړ غړیتوب د دریځ لپاره د ټولو اړینو اسنادو او معلوماتو په شمول غوښتنلیک ولیږه.

ټاکل شوې ده، د روانې میاشتې په بهیر کې د کرېکټ نړیوالې شورا د بورډ په غونډه کې په دې اړه پرېکړه وشي.

افغان کرېکټ چارواکي هیله من دي، چې په دې تړاو به یې غوښتنلیک ومنل شي.

له دې مخکې تېر کال د افغانستان کریکټ بورډ چارواکو ویلي و، مشر یې د کرېکټ نړیوالې شورا له عمومي مشر ششانک منوهر سره لیدنه کې د افغانستان کرېکټ غوړېدا په تړاو خبرې کړې وې او د افغانستان د بشپړ غړیتوب پر سر هم خبرې شوې وې.

هغه مهال ویل شوي و، چې ښاغلي منوهر سره د بشپړ غړیتوب او د افغان کریکټ لوبډلې لپاره د سیالیو د تنظیم او د بودیجې د اسانتیاوو په تړاو خبرې شوې دي. وکړې.